اپریل 12, 2021

د افغان لوبډلې وروستی نوملړ او د خلکو نیوکې

Advertisements

افغان کرکټ بورډ د جنوري په درېیمه د ایرلېنډ پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
یاده لوبډله کې اصغرافغان، رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، رحمان الله ګربز، سعید احمد شېرزاد، نجیب الله ځدران، جاوېد احمدي، راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او شرف الدین اشرف شامل دي.
په دې لوبډله د افغان لوبډلې مینوالو او ډېری نورو کرکټ څارونکو پراخ انتقادونه کړي دي.
کرکټ بورډ چې د دې سکواډ کوم پوسټ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، له پنځه سوه ډېر کمېنټونه ورته شوي او ډېری کسانو له کرکټ بورډ څخه ناراضي څرګنده کړې ده.

د خلکو غبرګونونه
د فیسبوک کاروونکی او د لوبو څارونکی وهاب صمیم وایي، له شهزاد سره مو ظلم کړی، سمیع الله قایل لیکلي، چې د نجات مسعود، فضل الحق او عبدالرحمن فېټنېس خو له ټولو ښه دی.
کټوازي علي شاه لیکلي، چې باید ځوانانو ته چانس ورکړل شوی وای، دروېش رسولي، فضل الحق، وفادار مومند او منیر کاکړ ته باید ځای ورکړل شوی وای.

لالی محمدي وایي چې د جاوېد احمدي او ګلبدین پرځای باید شهزاد او دروېش رسولي ته ځای ورکړی وای.
عمران عزیزي باید له ایرلېنډ سره په بار بار لوبو انتقاد کړی، دی وایي باید له نورو سترو لوبډلو سره د لوبېدو چانس برابر شي.
محمد صابر ژمن لیکلي، چې ګربز سره باید اوپننګ کې ابراهیم یا هم دروېش رسولي وای.

افغانستان کرکټ بورډ باندې د شهزاد، نورعلي ځدران، دروېش رسولي او ځېنو نورو لوبغاړو نه اخېستلو له امله پراخ انتقادونه شوي دي.
د ولس لپاره د انتقاد کولو ښه وخت
کله چې ولس غواړي انتقاد وکړي، نو وروسته له ارزونې دې انتقاد وکړي، ځکه تر اوسه اعلان شوې لوبدله له ایرلېنډ سره نه ده لوبېدلې او که چېري همدا لوبډله ایرلېنډ ته په درې واړو لوبو کې ماته ورکړي؛ نو ښایي د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه بېرته په کرکټ مینوالو نیوکې وکړي.
نو کرکټ مینوال باید هغه وخت انتقاد وکړي، چې کله افغان لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې لوبې وبایلي.
کرکټ بورډ او غوراوی
افغانستان داسې یو هېواد دی، چې په وړو او کوچنیو ادارو کې هم واسطه شته او کرکټ بورډ هم له واسطو مجبوره دی.
ډېری چارواکي او ځېنې نور نفوذي کسان په کرکټ بورډ فشار راوړي، چې د دوی اړوند لوبغاړي واخلي او لوبو کې یې ولوبوي.
که کرکټ بورډ دا د واسطو خاوندان لوبغاړي واخلي؛ نو بیا د نورو حقدارو لوبغاړو حق خوړل کېږي؛ خو که نه یې اخلي وظیفه یې په خطر کې کېږي.
نو پکار دا ده، چې مونږ ټول خلک د ملي ګټو لپاره کار وکړو او کرکټ کې به ملي ګټو سره زمونږ مرسته دا وي، چې دا اداره غېر سیاسي شي، یواځې د جېب ګټې وټې د سرچینې په توګه یې ونه پېژنو.
باید وړ لوبغاړي واخېستل شي او ملي بیرغ په بریاوو سره ورپوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ