سپورټ کرکټ وزش او تمرین

راشدخان: هیله ده، د افغان او پاکستانۍ لوبډلې د یو بل کوربتوب وکړي

د ملي لوبډلې ځیرک او مشهور لېګ برېک ګوګلي بالر راشدخان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ورزش، هیلې پېداکوي، مینه او سوله رامنځته کوي.

نوموړي ویلي هیله ده، چې یوه ورځ افغان کرکټ لوبډله د پاکستانۍ لوبډلې کوربتوب په خپل کور کې وکړي او پاکستان د افغان لوبډلې کوربتوب وکړي.

راشدخان دا خبرې وروسته له هغې کړي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران د تېرې پنجشنبې په ورځ د عقرب په ۲۹ او د نومبر په ۱۹ مه کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره په ارګ کې تر لېدنې وروسته د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو سره یې وکتل.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي عمران خان ته د کرکټ بیټ هم ډالۍ کړ.

کرکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه لیکلي دي:

« د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي فرهان يوسفزي‌ او د ملي لوبډلې لوبغاړو نن د پاکستان له لومړي وزير ښاغلي عمران خان هرکلی وکړ او نوموړي ته يې د افغاني مېلمه پالنې، کلتور او د کرکټ د جذبې له مخې د کرکټ بېټ ډالۍ کړ»..

د افغانستان پاکستان کرکټ لوبډلو لوبې

افغان او پاکستانۍ کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې لومړی ځل په اسیا جام کې سره مخ شوې، چې دې لوبه کې پاکستان، افغانستان ته ماتې ورکړه او عمر اکمل سلیزه ووهله.

دا لوبه هم یوه ورځنۍ وه، همدغه اسیا جام کې افغان کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۱۵ کال کې کله چې ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره د افغانستان ټاکنې وګټلې؛ نو له ملي لوبډلې سره یو ځای پاکستان ته ولاړ او هلته یې د پاکستان د وخت صدراعظم نواز شریف سره یو ځای د افغان او پاکستاني لوبغاړو پنځلس اوریزه لوبه ننداره کړه.

RRRRR.JPG

په دې لوبه کې افغانستان، پاکستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۸ کال پنځوس اوریز اسیا جام کې یو ځل بیا مخ شول، چې دغه لوبه هم پاکستان وګټله.

په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان او پاکستان په یوه تمریناتي یا دوستانه لوبه کې مخ شول، چې افغان لوبډلې پکې د حشمت الله شهیدي د غوره توپوهنې په بدل کې پاکستان ته په درې وېکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې حضرت الله ځاځي په شاهین افریدي پنځه څلوریزې د چلېنج پرمهال ووهلې.

وروسته بیا د نړیوال جام رسمي لوبه کې پاکستان، افغانستان ته د عماد وسیم د ښې لوبې او د ګلبدین نایب د بې کاره توپ اچونې له امله لوبه وګټله.

۲۰۱۵ کې دواړو هېوادونو هوکړه لاسلیک کړه، چې د دواړو هېوادونو لوبډلې به د یو بل په کوربتوب لوبې وکړي؛ خو په کابل کې د روژې په ۵ مه وزیر اکبرخان کې برید له امله د دواړو کرکټ بورډونو اړیکې خرابې شوې او بیا یې لوبې ونه کړې.

اوس د عمران خان سفر، بیا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د هیلو غوټۍ غوړولي دي او دا چې عمران خان هم په ۱۹۹۲ کې د پاکستان لوبډلمشر و؛ نو ښایي د کرکټ دوه اړخیزو سیریزونو کې مرسته وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ