د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر او پر وړاندې یې پروت مزل

 

افغان لوبډله اوس په یو نوي پړاو کې ده او تازه یې د سترو لوبډلو سره لوبو تابیا نیولې ده.

دا چې افغان لوبډله په لوبلړیو کې یو نوي پړاو او سټېج ته ورغلې ده؛ نو ورسره جوخت پخوانی لوبډلمشر اصغرافغان ګوښه شو او پر ځای یې حشمت الله شهیدي لوبډلمشرشو.

شهیدي لوبډلمشري تر اوسه نه ده کړې او دا یې لومړی ګام دی، چې دې برخه کې یې په پوړۍ یا زینه ږدي.

کابو یوه میاشت وړاندې د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ویلي وو، چې افغان لوبډله له سریلانکا، پاکستان او ویسټ اندیز سره لنډ وخت کې لوبې لري.

مونږ هغې لیکنې ته چې یاران کابو یوه میاشت وړاندې خپره کړې وه، مراجعه کوو، ترڅو کیسه روښانه چې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډله له کومو لوبډلو سره لوبې لري او شهیدي به څنګه وکولای شي، چې لوبډله منظمه کړي، ترڅو د دغو سترو ځواکمنو لوبډلو پر وړاندې لوبې وګټي.

حشمت الله شهیدي به په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې له دغو لوبډلو سره مخ شي.

 

افغانستان له پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز سره لوبې لري

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغانستان په سپټمبر او ورپسې میاشتو کې پاکستان، سریلانکا او ویسټ انډیز سره لوبې لري.

خو دا چې د یاران ټولو درنو لوستونکو د بشپړو معلوماتو غوښتنه کړې؛ نو دلته ورته پوره معلومات وړاندې کوو.

افغانستان خو په اسیا جام کې له پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او هندوستان سره لوبې لرلې؛ خو دا جام لغوه کېدونکی دی او د سریلانکا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر خو لا له وړاندې ویلي، چې دا جام نه شي ترسره کېدای.

 

د افغانستان او سریلانکا لوبې

د جولای په میاشت کې یعنې دوه میاشتې وروسته افغانستان سریلانکا ته سفر کوي.

په دې سفر کې به له سریلانکا سره یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

کوربه به سریلانکا وي او ښایي چې د کولمبو او پالیکل لوبغالو باندې لوبې وکړي.

 

پاکستان سره لوبې

افغانستان او پاکستان به د افغانستان په کوربتوب په هند کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دا لوبې د سپټمبر په میاشت کې کېږي، یعنې څلور میاشتې وروسته.

که د پاکستان لوبغاړي هند ته پرېنښودل شي، ښایي لوبې بیا د افغانستان په کوربتوب په دوبۍ کې ترسره شي.

 

د افغانستان او ایرلېنډ لوبې

د اکټوبر په میاشت کې ایرلېنډ او افغانستان د افغانستان په کوربتوب لوبې کوي، ایرلېنډ به هند ته راځي او درې شل اوریزې لوبې به کوي.

 

له اسټرالیا سره ټېسټ لوبه

د نومبر په میاشت کې افغانستان، اسټرالیا ته سفر کوي او یواځېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي.

دا لوبه ښایي د اسټرالیا په پېرت لوبغالي کې ترسره شي.

 

له نېدرلېنډ سره لوبې

افغانستان او نېدرلېنډ د افغانستان په کوربتوب په هندوستان کې درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي، دا لوبې د ډېسمبر په میاشت کې ترسره کېږي، چې د روان کال وروستۍ میاشت ده.

 

۲۰۲۲ ز کال کې د افغانستان لوبې

بنګله دېش ته سفر

د فبروري او مارچ میاشت کې افغانستان بنګله دېش ته سفر کوي، هلته به درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

لوبې به په شیري بنګله او شیخ احمد خان چودري په لوبغالو ترسره شي.

 

اسټرالیا سره لوبې

د مارچ میاشت کې به اسټرالیا هند ته راشي او د افغانستان په کوربتوب به درې یو ورځنۍ لوبې له افغان لوبډلې سره ترسره کړي.

 

ایرلېنډ سره لوبې

د جولای او اګسټ میاشتو کې افغان لوبډله ایرلېنډ ته ځي، هلته به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

 

له اسټرالیا سره ټېسټ لوبه

اسټرالیا به د ۲۰۲۲ په سپټمبر کې هند ته راشي او د افغانستان په کوربتوب به یوه ټېسټ لوبه وکړي.

 

اسیا جام

۲۰۲۲ کې اسیا جام ترسره کېږي، چې دې کې ټولې دولس لوبې کېږي او یوه پایلوبه هم لري.

نو دا جام هم په سپټمبر میاشت کې کېږي.

 

۲۰۲۳ کې د افغانستان لوبې

دې کال کې افغانستان او ویسټ انډیز درې یو ورځنۍ لوبې لري او لوبې په هند کې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي.

البته میاشت یې جنوري ده.

 

له نیوزیلېنډ سره لوبې

د ۲۰۲۳ کال د جنوري په میاشت کې افغانستان له نیوزیلېنډ سره په هند کې د افغانستان په مېزبانۍ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي.

دا نو تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د لوبو مهالوېش و، چې درته خپور مو کړ.

په همدې کال کې نړیوال پنځوس اوریزجام هم ترسره کېږي، چې کوربه به یې هند وي.

 

حشمت الله شهیدي دوه ډوله حالت سره مخ کېدای شي

که د لوبغاړو په مرسته شهیدي دوه یا درې سترې لوبډلې ماتې کړي؛ نو د شهیدي محبوبیت به لا زیات شي او لوبډله به هم ترقي وکړي.

او د دې چارې لپاره لوبغاړو ته پکار ده، چې شهیدي ته د پرمختګ په پار لاسونه ورکړي.

لوبډله ښه مخته یوسي او د غوراوي کمېټه هم باید داسې لوبډلې غوره کړي، چې په خپل وخت کې ډېر ځلیدلي او ښه فوم کې وي.

دویم حالت به دا وي، چې د ګلبدین نایب په برخلیک اخته کېدای شي، ګلبدین نایب یو ناڅاپي د لوبډلمشرۍ واګي واخیستل، د ځېنو لوبغاړو د نه همکارۍ له امله په نړیوال جام کې ۹ ماتې د افغانستان لپاره لویې وې.

دا مهال که افغانستان لوبې وبایلي، نو د افغانستان لوبډله او هم لوبډلمشر د افغان کرکټ د مینوالو له غبرګون سره مخ کېدای شي او بېرته به خلک د اصغر افغان ارمان وکړي.

خبره دلته دا ده، چې دا لوبډلې چې اوس ورسره افغانستان مخ دی، د ۲۰۱۵ کال د زِمبابوې او ایرلېنډ له لوبډلو بدلې دي.

نو دا سخت مزل او دروند مسوولیت اوس حشمت الله شهیدي ته متوجه دی او باید په ډېرې هوښیارتیا مخته ولاړ شي.

 

 

وروستي مطالب