افغانستان اقتصاد سرسکالو سوله سیاست کرونا

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

لیکنه: بشر درویش

راپور: بشر درویش

د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د ملاتړ له امله مننه وکړه .

ګډه کمیټه او کار یې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د درې واړو هیوادونو د ګډې کاري کمېټې جوړولو په اړه د جمهوررئیس الهام علي اوف وړاندیز ته په اشارې وویل:

«د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او اړوندو وزیرانو په کچه دغه ګډه کمېټه به د سیمه ییز اتصال، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او ټرانسپورټ د پراختیا لپاره کار کوي او خپل ربع وار راپورونه به په لوړه کچه د ستونزو د حل او احتمالي بیروکراسۍ د مخنیوی په موخه د درې واړو هیوادونو جمهوررئیسانو سره شریکوي.»

ښاغلي غني وویل، فغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اذربایجان او ترکمنستان دولتونو او خصوصي سکتور سره ګډ کار ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، د دواړو هیوادونو تاجران او پانګوال دې د مرمرو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه موږ پلان لرو چې یو اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه اباده او د کرنې وړ وګرځوو.

د ولسمشر غني غوښتنه

افغان ولسمشر همدارنګه د اذربایجان او ترکمنستان جمهوررئیسانو څخه وغوښتل چې په خپلو هیوادونو کې افغان تاجرانوته ګمرکي اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د اورګاډي پټلۍ ارزښت ته په اشارې زیاته کړه، افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له ۴ زره څخه تر ۶ زره کیلو متره اورګاډي پټلۍ ته اړتیا لري او زموږ نړیوالو همکارانو په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

جمهوررئیس غني وویل:

«په افغانستان کې اته وچ بندرونه معیاري کوو. امریکا، اروپایي ټولنه او اسیا پراختیایي بانک د مالي تضمینونو په برخه کې مرستې ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، موږ د انرژۍ د انکشاف په برخه کې ښه پرمختګونه لرلي او موخه مو داده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ له اذربایجان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د انرژۍ دهلېز ایجاد کړو.»

محمداشرف غني د نوري فایبر دهلېز په باره کې د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف وړاندیز مهم وباله او وې ویل دا به منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او حتی تر چین پورې یو مثبت بدلون راولي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ د سولې خبرو ته ژمن یوو او د تلپاتې سولې د تامین لپاره جدي کار کوو. زموږ د بهرنیو چارو وزارت به د سولې مذاکراتو په اړه د ۱۸ ګاونډیو او سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره غونډه وکړي.

نیږدې اړیکې غواړو

دې ناسته کې د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف وویل اذربایجان له افغانستان او ترکمنستان سره نږدې دوستانه او سوداګریزې اړیکې لري او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې پوځیان د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه:

«په ۲۰۱۸ کال کې لاجورد لارې سره د باکو له یوځای والي وروسته له افغانستان څخه د ترکمنستان له لارې اذربایجان ته تجارتي کارګو ولېږدول شوه. کرونا ویروس زموږ هیوادونو اونړۍ کې لویې ستونزې او ناوړه اغېزې رامنځته کړي چې د مخنیوي لپاره یې د هیوادونو ترمنځ یووالي، همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده.»

ښاغلي علي اوف وویل، اذربایجان د کرونا ویروس پرمهال په بین المللي کچه له ختیځ او جنوب دهلېز څخه په نورمال ډول د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره اضافي اقدامات وکړل. هغه زیاته کړه، د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره دې د درې واړو هیوادونو د ټرانسپورټ او نورو اړوندو وزیرانو ګډه کاري کمېټه ایجاد شي.

پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار

دغې درې اړخیزې غونډې ته د وینا پرمهال د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف د دا ډول غونډو جوړول د درې واړو هیوادونو د ښې همغږۍ، همکارۍ او اړیکو لپاره مهم وبلل. هغه زیاته کړه، درې واړو هیوادونو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه همکاري او همغږي لرله.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وویل:

«موږ یونوی میکانیزم ایجاد کړی چې له مخې به یې هم ځواب ویونکي واوسو او هم به خپلواوګاونډیو هیوادونو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره د کرونا د خپرېدو د مخنیوی خوندي چاپېریال ولرو. د توکو او وسایلو د ښه لېږد په موخه به یې هیواد په اقینه او تورغونډۍ بندرونو کې د وچو بندرونو د معیاري کېدو د ملاتړ ترڅنګ فعاله ونډه واخلي.»

نوموړي وویل، ترکمنستان، افغانستان او اذربایجان هیوادونه کلتوري، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د ودې لپاره به یې لا زیات کار وکړو او همدارنګه په سیمه کې سوله، ثبات ، ګډ پوهاوی د دې هیوادونو لپاره مهم ارزښت دی. نوموړي د سوداګریزې راکړې ورکړې او د توکو د لېږد لپاره د تعرفې واحدې پالیسۍ پرموجودیت او د ګمرکي پالیسۍ پر ساده کولو ټينګار وکړ.

ارګ وايي، ولسمشر غني د اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو جمهوررئیسانو له ګډون، ویناوو او وړاندیزونوڅخه په مننې وویل، زموږ ګډ اقتصادي راتلونکی زموږ او تاسو په هراړخیزه همکارۍ پورې تړلی دی.

نوموړي د ګډې کاري کمېټې د ایجاد، د تعرفې پالیسي، د ګمرکي پروسو د اسانولو، ټرانزیټ او همکاریو، د لوژستیکي مرکز او مډرنو ټرانسپورټي زیربناوو د ایجاد په برخو کې د شويو وړاندیزونو هرکلی وکړ او د هیوادونو د همکاریو، اتصال، راکړې ورکړې او انکشاف لپاره یې ګټور وبلل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ