
راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
ارګ وايي، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د عمومي امنیتي وضعیت او د ولایتونو په ځانګړي ډول د لویو لارو د امنیت د تامین په موخه د خپلو برنامو او تدابیرو په اړه خپل راپورونه جمهوررئیس ته وړاندې کړل.
ولسمشر غني وویل، له نېکه مرغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن د ګواښونو د دفع کولو او مقابلې لپاره ښې تجربې لري.
هغه د لویو لارو د امنیت د تامین په اړه امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې ژر دې د لویو لارو د امنیت لپاره خپلې منظمې برنامې عملي کړي، ترڅو په دغه برخه کې پام وړ پایلې ولري.
جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له خلکو سره له نږدې کار وکړي او ستونزې یې حل کړي. د ولایتونو په کچه په ځانګړي ډول د ملکي او نظامي بنسټونو ترمنځ دې همغږي لا زیاته شي.
نوموړي وویل:
«د افغانستان دښمن ماته خوړلې اوپه دې کې شک نشته، ځکه د افغانستان دښمنان دا وړتیا نه لري چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.»
ارګ لیکلي؛ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د دې په بیانولو سره چې دښمن هڅه کوي افغان ولس د راتلونکي په اړه نهیلی کړي وویل، د دښمن جنګ هیڅ راز مشروعیت نه لري، که له هر نوم او بیرغ لاندې وي، هیڅکله هم موخې ته نه رسېږي.
هغه څرګنده کړه، خوشبختانه د افغانستان ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونه لوړ مورال لري او ماتې به یواځې د افغانستان د دښمنانو په برخه وي.
ارګ ویلي؛ نوموړي زیاته کړه، د افغانستان راتلونکی په خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې اړه لري او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال، اراده او قوت د وطن او خپلو خلکو دفاع کوي.
دا خبره پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د طالب وسله والو د جګړو د شدت راپورونه ورکړل شوي دي. خو افغان حکومت وايي، چمتو دي چې حملې یې دفعه کړي.