اپریل 19, 2021

اسیا جام، IPL او نړیوال شل اوریز جام کله پیلیږي؟

درنو لوستونکو تاسې ډېرې پوښتنې وکړې، چې د افغانستان راتلونکې لوبې کله دي او له چا سره دي؛ خو دا چې شاوخوا ۱۴ ورځې آی پي اېل ته پاتې دي؛ نو د افغانستان لوبې له آی پي اېل څخه وړاندې نشته دی.

آی پي اېل د راتلونکې اپرېل میاشت په نهمه نېټه د بنګلور او چینای سوپرکېنګز په لومړۍ لوبه پیلیږي.

دا لیګ د می میاشت تر ۲۷ مې نېټې پورې دوام کوي.

له آی پي اېل څخه پنځه ورځې وروسته د اسیا شل اوریز جام پیلیږي.

اسیا جام به دا ځل د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي او د افغانستان په ګډون پکې ۶ لوبډلې لوبېږي.

د اسیا جام د جون په لومړۍ نېټه نږدې ۶۴ ورځې وروسته پیلیږي، چې افغانستان به پکې له بنګله دېش، هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او سریلانکا سره لوبې ولري.

ښایي دې جام کې هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه، دوه شل اوریزې لوبې وکړي او څلور مخکې لوبډلې به نیمه پایلوبې ته ووځي او بیا به پایلوبه د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

افغان لوبډله دوه ځلې په اسیا جام کې لوبېدلې، ۲۰۱۴ کې یې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه او ۲۰۱۸ کې یې سریلانکا او بنګله دېش دواړو ته په لومړي راونډ کې ماتې ورکړې وې.

سږ کال د اسیا جام څوارلسم پړاو دی، دا جام اووه ځلې هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او یو ځل پاکستان ګټلی دی.

نړیوال شل اوریز جام

سږ کال د نړیوال شل اوریز جام اووم ترسره کېږي، چې کوربه یې هم هندوستان دی.

نړیوال شل اوریز جام به د اکټوبر په پنځمه نېټه پیل شي او د نومبر تر څوارلسمې نېټې به دوام وکړي.

۲۰۰۷ کې یې اتلولي هند وګټله او پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۲۰۰۹ کې یې اتلولي پاکستان وګټله او سریلانکا پایلوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

۲۰۱۰ کې یې اتلولي انګلستان وګټله او پایلوبه کې یې اسټرالیا ته ماته ورکړه.

۲۰۱۲ کې ویسټ انډیز اتلولي وګټله او سریلانکا ته یې پایلوبه ماته ورکړه.

۲۰۱۴ کې یې اتلولي سریلانکا خپله کړه او هند پایلوبه کې مات شو.

او ۲۰۱۶ کې یې اتلولي یو ځل بیا ویسټ انډیز وګټله او انګلستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۲۰۲۰ کې د کرونا ویروس له امله ترسره نشو او ۲۰۲۱ کې یې کوربتوب هند کوي.

 د افغانستان راتلونکې لوبې

د کرېک سکېجول په نامه وېب پاڼې د افغانستان د راتلونکو لوبو مهالوېش داسې خپور کړی دی.

جولای میاشت کې چې د عیسوي کال اوومه میاشت ده، افغان لوبډله سریلانکا ته سفر کوي او هلته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.

د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې افغان لوبډله د پاکستانۍ لوبډلې کوربتوب په هند کې کوي، چې درې یو ورځنۍ لوبې به سره وکړي.

په نومبر میاشت کې له ایرلېنډ سره په هندوستان کې درې شل اوریزې لوبې لري، د دې لوبو کوربتوب افغان کرکټ بورډ کوي.

په نومبر میاشت کې افغانستان له اسټرالیا سره یواځینۍ ټېسټ لوبه لري او دا لوبه په اسټرالیا کې ترسره کېږي.

د روان عیسوي کال په وروستۍ میاشت ډېسمبر کې افغان لوبډله د نېدرلېنډ کوربتوب کوي، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

۲۰۲۲ کال او د افغان لوبډلې لوبې

د دې کال په فبروري په او مارچ میاشتو کې افغان لوبډله له بنګله دېش سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي، کوربتوب د بنګله دېش په غاړه دی.

مارچ میاشت کې افغان لوبډله د اسټرالیا کوربنه ده، په هندوستان کې به درې یو ورځنۍ لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

افغانستان او ایرلېنډ په ۲۰۲۲ کال کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې د ایرلېنډ په کوربتوب په یاد هېواد کې ترسره کوي.

په سپټمبر میاشت کې افغان لوبډله په یواځېنۍ ټېسټ کرکټ لوبه کې د هندوستان کوربنه ده او لوبه په هند کې ترسره کېږي.

۲۰۲۲ کې اسیا جام ترسره کېږي، چې ۱۲ یو ورځنۍ او یوه د پایلوبې سیالي پکې شامله ده.

۲۰۲۳ کال او د افغان لوبډلې لوبې

دې کال کې افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره په خپل کوربتوب په هندوستان کې درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي او دا لوبې د دې کال په لومړۍ میاشت جنوري کې ترسره کېږي.

د جنوري میاشتې په اوږدو کې افغان لوبډله د نیوزیلېنډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې په هندوستان کې ترسره کوي.

افغان لوبډله د دې لوبو کوربتوب کوي.

 

له دې وروسته به نړیوال جام ترسره شي، چې کوربتوب به یې هندوستان وکړي او دا به یو ورځنۍ لوبې وي.