فبروري 28, 2021

تر جګړې وروسته زموږ لومړیتوبونه

لیکنه او تحلیل: احسان الله ځيرک
د نړۍ ټولو پرمختللو ټولنو تاریخ ته په ځغلند نظر سره دې پایلې ته رسېدلای شو، چې هغوی هم زموږ په څېر بېلا بېل بحرانونه تېر کړي او نن د بریالیتوب تر دې څوکو رارسېدلي چې موږ یې وینو.دا بحرانونه د دوی پر خاوره له بهرني یرغل نیولي بیا تر کورنیو جګړو، بېوزلۍ، اقتصادي ځوړتیا، او سیاسي ناندریو ټول په ځان کې رانغاړي.
هر بحران، د یو هېواد- ملت پر ټولو اړخونو خپلې ژورې اغېزې ښېندي. د دغو بحرانونو له ډلې یو یې جګړه او جګړه ییز شرایط دي، چې پر یوه ټولنه اوږدمهاله سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزې اغېزې پرېږدي او د ټولنې بېخ بنسټونه یا په بشپړه توګه نړوي یا دا چې په زیاته اندازه یې تخریبوي.
له جګړې د راوتلو بریالیو ټولنو د تاریخي تګلوري په مطالعې او تحلیل دا موندلای شو چې دوی تر هرڅه وړاندې د خپل هېواد طبعي جغرافیې، جیوستراتیژیک او جیوپولټیک، جیوایکانومیک موقعیت دغه راز ټولنیزو شرایطو او شته منابعو ته په کتو د ځان لپاره یو شمېر لومړیتوبونه ټاکلي دي. د دغو لومړیتوبونو له ډلې لومړی یې بېخ بنسټونه دي، چې رغولي او پیاوړي کړي یې دي.
بېخ بنسټونه د یو ملت په بقاء کې برخلیک ټاکونکی رول لري. له دې کبله له بحراني او جګړه ییزو شرایطو وروسته پرې ډېر تمرکز کېږي. نېږدې څلوېښت کاله کېږي، چې زموږ هېواد د پردیو په تحمیلي جګړه کې ښکېل دی. طبعي ده چې دغو جګړو د ټولنې پر ټولو اړخونو خپل سیوری غوړولی او اغېزې کړي.
د جګړې له ختم وروسته د ټولنې د بقاء، سوکالۍ او ښېرازی په موخه باید یو شمېر لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي څو د نورو ټولنو سره سیال او د پرمختللو هېوادونو په قطار کې د ځای خپلولو پر لور لومړی ګام واخلو. دا لومړیتوبونه باید د بېخ بنسټونو له جوړولو، رغولو او پیاوړي کولو نیولې بیا تر سیاسي، اقتصادي، فرهنګي – علمي او ټولنیزو ډګرونو پورې ټول تر پوښښ لاندې راولي راځم په هره برخه کې ټولو لومړیتوبونو ته په لنډیز سره اشاره کوم.

۱. بېخ بنسټونه

په ۲۱ مه پېړۍ کې د ژوند تېرولو لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې خوراک و څښاک، روغتون، سرک، برېښنا، ښوونځۍ، پوهنتون، او بشري پانګه ده. هر یو یې دلته په لنډیز روښانه کوو:
۱.۱ . خوراک او څښاک: په اوسنیو شرایطو کې زموږ د ټولنې نېږدې نیمایي نفوس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. مانا دا چې زموږ د نېږدې ۵۰ سلنه افغانانانو سړي سرعاید په ورځ کې له ۲ امریکایي ډالرو کم دی. پر دې سربېره، د رسمي ارقامو له مخې یوازې ۴۵ سلنه افغانان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسۍ لري. زموږ لومړنۍ تمرکز باید له غذایي لحاظه پر ځان د بسیا کېدو او د اوبو ملي شبکې د تنظیم پر بېخ بنسټونو وي.
افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی. د هېواد سرشاره دښتو، طبعي منابعو، سیندونو، او غرنۍ جغرافیې ته په کتو لومړی باید د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د اوبو پر مدیریت تمرکز وشي او په دویم ګام کې کرنه مېکانېزه شي. په دې کار سره به له یوې خوا د هېواد د وګړو اقتصاد پیاوړی شي، بېوزلي به راکمه شي، د هېواد ملي اقتصاد څرخ به چټکتیا ومومي او په کور د ننه به له خوراکي اړخه پر ځان بسیا شو، چې په ترڅ کې به یې د ګاونډیو له انحصار خلاص او له دوی سره به زموږ د سیاسي، ډیپلوماټیکو، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو په بیا کتنه او تعریف کې د پام وړ رول ولري. بله خوا به د کرنې په مېکانېزه کولو او د بزګرانو په ملاتړ سره د نشه یي توکو کښت او قاچاق رامحدود او قانوني – کرنیز اقتصاد به مو د غیرقانوني – نشه یي توکو او قاچاق اقتصاد ځای ونیسي؛ د جګړه ییز ماشین اقتصادي او مالي پایه به کمزورې او د جګړه ییز ډګر پر کمزورتیا به خورا مثبتې اغېېزې ولري. پردې سربېره باید د اوبو ملي شبکې بېخ بنسټ د جوړولو له لارې د هېواد پرېمانه اوبیزې سرچینې مدیریت او د هېواد ګوټ ګوټ ته یې د رسولو هڅه وشي.
۲.۱. روغتونونه: د امریکا غږ د یو راپور له مخې هر کال ناروغ افغانان نېږدې ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالر له هېواد د باندې پر تداوۍ لګوي. که چېرې د روغتیا برخې بېخ بنسټ ته ځانګړې پاملرنه وشي او لږ تر لږه د هېواد په اتو زونونو کې داسې لوی مجهز روغتونونه رامنځ ته شي، چې په کور د ننه اړتیاوو ته د نړیوالو یا سیمه ییزو معیارونو له مخې لاسرسۍ وکړي. یو خوا به مو د هېواد د ملي اقتصاد له څرخ د ۴۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو د وتلو مخنیوی کړی وي او بل خوا به وکولای شو د هېوادوالو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی کېږدو، چې په خپل وار سره د ولس او حکومت ترمنځ د واټن په راکمېدو کې د پام وړ اغېز لري.
۳.۱. برېښنا: د برېښنا شرکت د ارقامو له مخې افغانستان هر کال نېږدې د ۳۰۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت له خپلو ګاونډیو هېوادونو برېښنا پېري. که چېرې د هېواد شته سیندونه مدیریت او له اوبو یې د برېښنا په تولید کې د ګټې اخېستنې په موخه لږ تر لږه تر کار لاندې ۲۷ واړه او لوی برېښنا بندونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي، نو یو خوا به د هېواد ملي اقتصاد لپاره ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالر سپما شي او بل خوا به د هېواد په اقتصاد کې ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالر نور عواید زیات شي. ځکه اوسنۍ لګښت یوازې د پېر دی او د خپلو بندونو په جوړېدو سره به زموږ  سپما او  عاید د دې شمېر دوه برابره یعنې ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالر شي( په دې کې ۳۰۰  میلیون امریکایي ډالره سپما او ۳۰۰ امریکایي ډالر بیا په کور د ننه لاسته راغلې برېښنا عواید دي). پردې سربېره، له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د شته ستونزو حقوقي – سیاسي هواري له مخې لږ تر لږه ۵۵ میلیارده ډالر د کال یوازې د اوبو له خرڅلاو ترلاسه کولای شو. ځکه اوسمهال په کال کې زموږ ۵۵ ملیارده متره مکعب اوبه ګاونډیو هېوادونو ته مفتې بهییږي. که چېرې حداقل یو متر مکعب اوبه پر ګاونډیو هېوادونو پر یو ډالر وپلورو یاد مقدار عاید ترې ترلاسه کولای شو.
۴.۱. ښوونځي، پوهنتونونه، او بشري پانګه: په کور د ننه د وړ تخنیکي بشري پانګې د نه موجودیت له کبله زموږ لسګونه میلیونه امریکایي ډالر کلنۍ ملي بودجه د هېواد بېخ بنسټونو د چارو د تنظیم په موخه پر بهرنۍ تخنیکي او مدیریتي انساني پانګه لګول کېږي. د همدې بشري پانګې د رامنځ ته کولو لپاره معیاري تخصصي ښوونځیو او پوهنتونونو ته اړتیا ده، که لږ تر لږه د هېواد په کچه ۵۰۰ په معیار برابرې تخنیکي لېسې او د کابل په ګډون د اتو زونونو په کچه د معیاري بشري پانګې د تولید لپاره په معیار برابر پوهنتونونه رامنځ ته کړو؛ هم به له خپلې بشري پانګې په خپلو بېخ بنسټونو کې کار واخلو، د خلکو لپاره به د دندې فرصتونه زیات شي او  هم به د هېوادوالو په اقتصادي پیاوړتیا کې د پام وړ رول ولري.

۲. اقتصادي ډګر

زموږ هېواد د نېږدې ۳ ټرېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندې منابعو په درلودو دغه راز د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک وصل د نقطې په توګه له خورا زیاتو اقتصادي فرصتونو برخمن دی. که چېرې د هېواد شته تر ځمکو لاندې منابعو لپاره د منظمې ستراتیژۍ له مخې کار وشي، زموږ د نسلونو بقاء او اقتصادي ثبات له ځان سره درلودای شي. بل خوا د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره له غوره جیواقتصادي موقعیت څخه برخمن والی مو یوه بله بارزه ځانګړنه ده. چې د فعالې سوداګریزې او اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې کولای شو، خپلې سوداګریزې اړیکې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پراخې  او په ترڅ کې یې د ټرانزیټ حق العبور له لارې د کال ملیاردونه ډالر عواید ترلاسه کړو. مګر د عوایدو له حیف او میل کېدو څخه د مخنیوي په موخه په ګمرکونو او مالي ادارو کې فساد باید حداقل کچې ته راټیټ شي او د یو پرمختللي شفاف سیستم رامنځ ته کولو لپاره هڅې ترسره شي.

۳. سیاسي ډګر

د سینګاپور پخواني ولسمشر لي. کوان. ییو په خپل کتاب” له درېیمۍ نړۍ د پرمختللې نړۍ پر لور: د سینګاپور کیسه” کې وایي، چې: د یو هېواد بقاء او ښېرازي، اقتصادي لوړتیا او په ټولو ډګرونو کې د پرمختګ لپاره یوازې سرشاره طبعي منابع لرل هم برخلیک ټاکونکی رول نه شي درلودای، بلکې پرمختګ او هوساینه د سمو مشرانو او واکمنانو په ټاکنه پورې تړاو لري. د سینګاپور د پرمختګ خبرې مو ښایي ډېرې اورېدلي وي، چې څنګه یوه له طبعي منابعو محروم هېواد د نړۍ لویو اقتصادونو په قطار کې ځان ته ځای پیداکړ او نن ورځ د نړۍ ټول پام د سینګاپور پر لور دی..
د لي. کوان همدې خبرې پر استناد غواړم یو ټکي ته اشاره وکړم، هغه دا، چې: د ټولو شته منابعو او فرصتونو سره سره په هېواد کې د سمې رهبرۍ ټاکل مو دغو هیلو، پرمختګ او د بریالیتوب تر پوړونو رسولی شي؛ چې یوه ورځ به وکولای شو د نړۍ بریالیو ملتونو په قطار کې ودرېږو. له دې پرته مو هر ډول پلان، طرحه، ستراتیژي او د پرمختګ خوب لیدل هسې یوه د اپلاتون “ارماني – دولت ښار” دی.
ښایي پوښتنه پیدا شي، چې سمه رهبري څه ده او څه ډول یې ټاکلی شو؟ دې پوښتنې ته که لنډ ځواب ووایو، سمه رهبري هغه ده چې د خپل ملت او ولس په وړاندې د مسوولیت احساس وکړي او ځواب ویلو ته هر وخت حاضر وي او د پیاوړو ګوندونو په رامنځ ته کولو سره موږ کولای شو سمه رهبري وټاکو. ځکه ماکس وبر وایي، چې: ” گوندونه د ډموکراسۍ زامن دي.” مانا دا چې له پیاوړو ګوندونو پرته د یوې ټولنې د ډموکراسۍ پایښت او د ټولنې هوساینه، ښېرازي او پرمختګ ناشوني دي. همدا ګوندونه دي، چې یو ډموکراټیک نظام ته پایښت وربښي، د ډموکراټیک فرهنګ په ترویج او پیاوړتیا کې رول لوبوي او د مسوولیت منلو او ځواب ورکړې اصل پیاوړی کوي.
پای

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي