فبروري 28, 2021

افغان الف لوبډلي بنګله دېش ته په لومړي سریز کي ماته ورکړه.

افغان الف لوبډلي نن د بنګله دېش الف لوبډلي څخه د غیر رسمي دوو ټیسټ یا فرسټ کلاس لوبو سریز یو پر صفر وګټئ.
لومړۍ لوبه افغان الف لوبډلي د بنګله دېشۍ الف لوبډلي څخه په ۷ ویکیټو وګټل، چي د یادي لوبي غوره لوبغاړی قیس احمد وټاکل سو.
په دوهمه فرسټ کلاس لوبه کي د دواړو لوبډلو لوبه مساوي پای ته ورسېده، چي د لوبي غوره لوبغاړي بیاهم د افغان الف لوبډلي څخه ابراهیم ځدران وټاکل سو.
د فرسټ کلاس سیالیو په یاد سریز کي تر ټولو ډېري منډي افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران ترسره کړې.
همداراز د سریز په یادو دوو لوبو کي تر ټولو ډېري ویکیټي قیس احمد ۱۳ ترلاسه کړلې.

افغان الف لوبډله بنګله دېش ته تللې او د یاد هیواد د الف لوبډلي سره د کرکیټ د دوو فارمټونو سریز ترسره کوي.
لوموړی د فرسټ کلاس سریز وو او دوهم د پنځو یو ورځنیو لوبو سریز دئ، چي راتلونکې جمعې ورځ د جولای پر ۱۹مه نېټه پیلیږي.
افغان الف لوبډله به هلته د جولای تر ۲۹مي نېټې پوري خپل سفر پای ته ورسوي.
د افغان الف لوبډلي سره په دې سفر کي ناصر جمال لوبډلمشر، افسر ځاځي ویکیټ ساتونکی، ابراهیم ځدران، بهیر شاه، شاهدالله کمال، دروېش رسولي، عثمان غني، شراف الدین اشرف، قیس احمد، نوین الحق او یمین احمدزی شتون لري.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ