Advertisements
سپورټ کرکټ

افغان نولس کلنو لوبډله د سخت مزل په درشل کې

افغان نولس کلنو لوبډله اوسمهال په سویلي افریقا کې ده، نوموړې لوبډله به د نولس کلنو نړیوال جام کې د جنوري په ۱۷ مه نېټه لومړۍ لوبه له کوربه لوبډلې سویلي افریقا سره ترسره کړي.

افغان لوبډله د ۱۶ نورو لوبډلو په منځ کې یوه هغه لوبډله ده، چې ډېری لوبغاړي یې نوي او د افریقا له ویشتن ځایونو سره اشنا نه دي.

افغان نولس کلنو لوبډله چې ۲۰۱۹ م کال په منځنیو میاشتو کې جوړه شوه، پکې ډېری لوبغاړي نوي او تنکي ځوانان دي، چې د اسیا په ویشتن ځایونوکې یواځې د متحده عربي اماراتو، بنګله دېش او هند ویشتن ځایونو یا پیچونو سره بلد دي.

دا پیچونه تر ډېره سپین بالېنګ ته مساعد دي، بال پکې سوېنګ زیات کوي او لوبغاړي اوټ کولای شي.

خو پیچونه یې یې بیا د توپ وهنې لپاره هم برابر دي، هغه توپ وهونکي چې په تېزو ویشتن ځایونو لوبه نشي کولای دغسې څوکه یا سلو پیچونو باندې ښه لوبه کولای شي.

خو برعکس بیا د انګلستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز او سویلي افریقا پیچونه تېز دي، چې لوبغاړي ورسره نا اشنا وي؛ نو بیا ژر سوځېږي.

دا چې افغان نولس کلنو لوبډله ځوانه او نوې ده، تجربه یې نشته، د نړۍ له چټکو ویشتن ځایونو سره بلده نه ده؛ نو ستونزه یې په توپ وهنه کې برجسته او فوق العاده ده.

افغان نولس کلنو لوبډله په توپ وهنه کې پوره ستونزه لري، دې لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې هند ته هم سفر کړی و، چې سیریز کې یې نتیجه ډېره پورې مثبته نه وه.

افغان لوبډلې اوس تازه په تمریناتي لوبو کې له سویلي افریقا او هندوستان ماتې خوړلي دي؛ خو د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۲ مه نېټه هند ستره ماته ورکړه.

هند ۲۵۵ منډې وکړې؛ خو په ځواب کې یې افغان لوبډلې یواځې ۴۴ منډې وکړې او د اتلسم اوور په

پنځم توپ ټوله لوبډله وسوځېده.

د افغان نولس کلنو لوبډلې سخت مزل

د جنوري په ۱۷ مه نېټه افغان لوبډله د نولس کلنو پنځوس اوریز جام لومړۍ لوبه له سویلي افریقا سره ترسره کوي.

دویمه لوبه له عربي متحده اماراتو سره د جنوري په ۲۲ مه نېټه ترسره کوي.

درېیمه لوبه له کاناډا سره د جنوري په ۲۴ مه نېټه ترسره کوي.

که افغان لوبډله دغه درې واړه لوبې ګټل غواړي، باید توپ وهنه درسته کړي، په توپ وهنه پوره کار وکړي، بالر لومړی مطالعه کړي او بیا پرې د شاټ وهلو هڅه وکړي.

د لوبډلې روزونکی باید له لوبغاړو سره پوره کار وکړي، ترڅو تخنیکونه ور زده کړي.

کوچ یا روزونکی  باید لوبغاړو ته سخت تمرینات ورکړي، ترڅو ډاډمنه لوبه او توپ وهنه وکړي.

که له افریقا څخه افغان لوبډله لوبه وګټي؛ نو بیا کولای شي د لوړ مُرال په صورت کې عربي متحده اماراتو او کاناډا ته هم ماتې ورکړي.

خو دا چې د افغان لوبډلې کمې تجربې ته ګورو؛ ستونزه ډېره ستره ده او داسې معلومېږي، چې افغان لوبډله به ښایي له کاناډا او اماراتو څخه هم لوبه ونشي ګټلای.

کرکټ بورډ ته مشوره

د کرکټ بورډ چارواکي باید دې ټکي ته له نړیوال جام وړاندې متوجه شوی وای!

دوی چې نړیوال جام کې درست لوبېدل غوښتل باید له وړاندې یې ورته په افریقا کې تمریناتي کېمپ برابر کړی وای، په سختو وېکټو یې باید لوبغاړي لوبولی وای.

له تېزو پیچونو سره باید لوبغاړي بلد کړل شوی وای.

دا چې افغان لوبډله په تجربه کې په بشپړه توګه کمزورې ده؛ نو نه شي کولای چې په نړیوال جام کې لوبډلې ماتې کړي.

که کرکټ له خپلو لوبډلو مثبته لاسته راوړنه غواړي، لومړی باید غوراوی درست وشي، له فساد څخه باید خالي وي او دویم دا چې هغو هېوادونو کې چې لوبې وي، باید په همغو هېوادونوکې ورته کېمپونه جوړ کړي، ترڅو لوبډلې تمریناتي لوبې وکړي او له حالت یا کنډېشن سره ځانونه اشنا کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې