روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

له پوزې د عینکو د لکو د له منځه وړلو طبیعې لارې چارې

ژباړه: نسیمه محمدي

په دې وروستیو کې د لنز کارول په ټولنه او هغو کسانو تر منځ، چې له عینکو کار اخلي ډېر زیات شويدي، په اوس وخت کې په ځانګړې توګه ځوانې نجونې یې د عینکو پر ځای ږدي.

خو هغه کسان چې عینکې په سترګو کوي په پوزه د عینکو د پاتې لکو سره څه وکړي؟

د اوږد مهال لپاره عینکې په سترګو کول د پوزې پر مخ د بدرنګه او کلکو لکو لامل کېږي. که چېرې د دې لکو په وخت سره درملنه ونشي، نو د تل لپاره د پاتې کېدو شونتیا شته. څو حللارې شته، چې په کور دننه کولای شئ د دې لکو له شره خلاص شئ.

د بادرنګ اوبه

بل ځل ته مو چې سالاد چمتو کوو، څو حلقې بادرنګ یوې خواته کېږدئ. دا حلقې د لکو په ځای کېږدئ. همدارنګه کولای شئ د بادرنګ اوبو څخه د دې لکو پاکولو لپاره ګټه واخلئ.

د لیمو اوبه

پوهېږئ چې لیمو سپينوونکی خاصیت او اغېز لري. نیم دانه لیمو په آرامۍ سره د ۱۰ دقیقو لپاره په لکو مساژ کړئ. وړاندې له دې چې مخ مو ووینځئ، دوه دقیقې صبر وکړئ، تر څو د لیمو اوبه مو پر مخ وچې شي.

د آلوئه ورا ژل

آلوئه ورا د معجزې په څېر اغېز کوي. د تازه آلوئه ورا ژل په لکو ووهئ او ټوله شپه یې پرېږدئ او سهار یې په یخو اوبو سره ووینځئ. که په منظمه توګه دا چاره تر سره کړئ، یوه میاشت وروسته به د پام وړ بدلون او اغېز ووینئ.

د مالټې پوستکي

تاسې کولای شئ د مالټې د پوستکي پوډر له پلورنځیو وپېرئ یا یې هم په کور کې چمتو کړئ. د ډوډۍ خوړلو نیمه قاشقه پوډر له شیدو سره ګډ او غلیظ مخلوط ترې چمتو کړئ، وروسته همدا جوړ شوی مخلوط په لکو کېږدئ. د دېرش دقیقو یا یو ساعت لپاره وخت ورکړئ او وروسته یې پاک ووینځئ.

شات

شات په هغه ځایونو چې لکه لري، ووهئ. دا کړنه د عینکو له امله رامنځته شوې خشکي هم له منځه وړي. د دې لپاره چې ښه پایله واخلئ یو قاشقه شات د ګلاب له څو څاڅکو سره ګډ او په لکو ووهئ.

د عینکو پر ځای د لنز کارولو زیانونه

د سترګو وچوالی.

د قرنیې التهابي کېدو لامل کېږي لکه د لید تتوالی، یا د قرنیې د بڼې بدلون.

د لنز له وینځونکو موادو سره حساسیت.

په لنز کې د موادو رسوب، چې له امله یې د کاروونکي د سترګو میکروبي کېدو امکان وي.

د سترګو او بڼو پړسوب او التهابي کېدل.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.