حضرت عمر رض نصيحتونه: له ایمان پس د نېکمرغه ښځې لرل، څخه بل ویاړ نشته

د حضرت عمر فاروق رض نصيحتونه

ـ د نن کار سبا ته مه پرېږده.

ـ فتح په امید سره نه بلکې په علم او په الله ج باور سره لاس ته راځي.

ـ ته چې د چا څخه نفرت کوې، د هغه څخه ځان ساته.

ـ درې څیزونه داسې دي چې ددنیا نظام د تباهۍ سره مخ کوي او د دې څخه یو د علم خاوند خویېدل او غلطېدل دي.

ـ د غریب سره خواخوږي کوه، ترڅو د هغه ژبه خبرې وکړي او وچلیږي او د خبرو همت پیدا کړي.

ـ د زیاتو خوړو څخه ځان وساتئ، چې زړه سستوي، سړۍ مریضوي او د عبادتونو مخه نیسي.

ـ الله ج په هغه چا رحم نه کوي چې هغه په نورو رحم نه کوي.

ـ د ایمان نه پس د نېکمرغي ښځې څخه بل ویاړ نشته.

ـ د ګناه پرېښودل د توبې د تکلیف څخه اسانه دی.

ـ د نورو په فکر کې ځان مه هېروه.

ـ زه ددې امت د منافقانو څخه ډېر وېرېږم، ځکه چې ژبې یې عالمي او زړونو او عمل کې جاهلان دي.

ـ د بوډاوالي څخه مخکې ځواني غنیمت وګڼه او د مرګ څخه مخکې بوډاوالی.

ـ دمسلمان د ژبې څخه چې کومه خبره وتلې ده د هغه څخه ښه مطلب اخله د هغه سره د غلط مطلب ګمان مکوه.

ـ تل رښتیا وایه که څه هم د رښتیا وینا سره دي ساه وځي.

ـ په بې فایدې او بې کاره کارونو کې مه مشغولیږه.

ـ د خپل دښمن څخه جلا اوسئ.

ـ هدیرې ته چې ولاړ شئ نو خشوع اختیار کړئ.

ـ د نیک سړي پېژندنه داده، چې د کوم کمزوري سره یې مقابله شي، نو ځان وروسته کړي.

ـ د غنیمت مال لپاره د چا ژوند په خطر کې مه اچوه.

ـ که دنیا کمه وګټي نو ژوند به په ښه او اسانه پرمخ بوزې.

ـ په خپلو ټولو کارونو کې د هغه چاسره مشوره کوه چې د الله ج څخه ډاریږي، ځکه چې الله ج فرمایي: حقیقت دادي چې د الله ج له بندګانو نه یوازې عالمان له هغه نه ویریږي.

ـ کله چې د الله ج د فرمانبرداري کار وکړې نو عاجزي اختیار کړئ.

وروستي مطالب