ژباړه: نسیمه محمدي
يوه ورځ لقمان حکيم خپل زوی ته وويل:
سر له سبا يوه کڅوړه له ځان سره راوړه، او په کڅوړه کې د هغو کسانو په اندازه چې ستا نه ورسره لګېږي او ته ترې بد وړې په هماغه اندازه پياز واچوه.
په بله ورځ يې زوی همدا کار وکړ او لقمان ورته وويل:
هر چيرته چې ځې نو دا کڅوړه له ځان سره وړه.
زوی يې له څو ورځو وروسته له دې کاره ستړی شو او خپل پلار ته د شکايت په پلمه لاړ.
او ورته يې وويل: پلاره په کڅوړه کې چې کوم پياز وو ټول خراب شوي او بد بوی کوي.
لقمان ځواب ورکړ:
دا حالت د هغه وضعيت سره ورته دی، چې ته د نورو سره په زړه کې کېنه او حسد ولرې، نو ستا زړه هم د همدې کڅوړې په شان فاسديږي، او له هر چا خپله تا ته ډېرتاوان او ضرر رسيږي، نو له نورو سره کېنه کول د خپل زړه خوړل دي، په داسې حال کې چې مقابل شخص ته هيڅ تاوان نه شې رسولی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ