مارچ 2, 2021

ادیتیا پنچولي د جنسي تیري په تور پولیسو نیولی

د هندي سینما په څو کامیابو فلمونو کې لوبیدلي مشهور فلم ستوری ادیتیا پنچولي په خلاف د بالیوډ سینما لوبغاړې د جنسي Oورونې قضیه پرانیستې ده چې د رپوټونو له مخې ادیتیا پنچولي پولیسو نیولی.
ډان نیوز د انډین ایکسپریس په حواله لیکلي، 376، 328، 384، 341، 342، 323، 506  کوډ پر اساس ممبيې پولیسو د اداکار پنچولي په خلاف قضیه ثبت کړې ده.
په رپوټ کې لا پسې زیاته شوې ده چې قضیه د اداکارې خور ثبت کړې ده چې په کې پر اداکار ادیتیا پنچولي د زور زیاتي او جنسي ځورونې تورونه دي.
اداکارې ویلي چې ادیتیا پنچولي پرې په کم عمرۍ کې څو ځلې جنسي تیری کړی.
دغې اداکارې ویلي چې مخکې یې هم د ادیتیا په خلاف قضیه خلاصه کړې او پولیسو ته یې شکایت کړی خو په خبره یې چې پولیسو فقط په اخطار ورکولو سره پريښی دی.
خو په رپوټ کې دا ځل ویل شوي چې پولیسو ادیتیا پنچولی نیولی.
په دغه رپوټ کې د کوم فلم لوبغاړې نوم نه دی لیکل شوی خو داسې فکر کیږي دغه شکایت کنګنا رناوټ او د هغې خور کړی وي.
باید وویل چې روان کال کنګنا رناوټ پر ادیتیا پنچولي د جنسي ځوروني او تیري تور لګولی و چې وروسته بیا ادیتیا پنچولي او مېرمنې زرینې د کنګنا او د هغې د خور په خلاف د هتک عزت قضیه پرانیسته وه.

له دغه قضیې خلاصولو وروسته زرینه وهاب په یوه مرکه کې ویلي وه چې کنګنا رناوټ ۴ کاله څخه زیاته موده د نوموړې د خاوند سره اړیکې لرلې او وروسته پرې د جنسي تیري تور ولګاوه.
د یادولو وړ ده چې کنګنا رناوټ د لومړي ځل لپاره پر فلمي ستوري ادیتیا پنچولي باندې په ۲۰۱۷ کال کې تور پور کړ او ادعا یې وکړه چې د کریئر په پيل کې یې د دې له مجبوریته بده استفاده کړې ده او نارو رویه یې ورسره کړې ده.
کنګنا رناوټ ویلي وه چې د لوبیز ژوند پیل کې د دواړو تر منځ اړیکې وې او دغه اداکار یې په وړاندې غیرې مناسب رویه غوره کړې وه او دوکه یې ورکړې وه.

د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ