افغان لوبډلې ایرلنډ ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې نن افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.

ننۍ لوبه کې یوولس کسیزه افغان لوبډله

اصغر افغان، رحمن الله ګربز، جاوید احمدي، رحمت شاه، محمدنبي، نجیب ځدراڼ، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت الله، ګلبدین نایب او نوین الحق.

د لوبې بشپړ حال

د یادې لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډلمشر اصغر افغان وګاټه او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو پنځوسو اورونو په لوبولو سره د نهو ویکټو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکی.
د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز ۱۲۷، راشدخان ۵۵، جاوید احمدي ۳۸ او نجیب الله ځدران بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.

کله چې ایرلنډۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او په ۱۶ منډو توپیر یې له افغان لوبډلې ماته وخوړه.
د ایرلنډ لپاره ټاکور ۸۳، سټرلینګ ۳۹، کمپر ۳۸ او ټیکټور بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لپاره بیا نوین الحق درې، راشدخان دوه، مجیب ځدران دوه، ګلبدین نایب یو او محمدنبي هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې د لړۍ دویمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.