اپریل 14, 2021

اډم زمپا خپلې ژبې دوه نیم زره ډالر جریمه کړ

Advertisements

د اسټرالیا لېګ برېک بالر اډم زمپا د سه شنبې په ورځ لوبه کې د ناسمې ژبې کارونې له امله ۲ زره او ۵۰۰ ډالر جریمه شو.
ځېنو رسنیو د هغه جریمه ۵ زره امریکایي ډالر یاده کړې ده.
اډم زمپا ځکه جریمه شو، چې د سه شنبې په ورځ یې  سېډني تندر کرکټ لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کې په ۴ اورونوکې کومه وېکټ وانخېسته او ۳۲ منډې یې هم ورکړې.
نوموړی له دې حالت څخه په غوسه شو او په لوبغالي کې یې کنځلې وکړې، چې دا کنځلې یا ناسمه ژبه ښورونه هغه ته ګرانه تمامه شوه.
زمپا چې له کیپر سره نږدې ولاړ و، نو قسمونه یې خوړلي او مقابل لوري ته یې فحش الفاظ کارولي دي.
د ده دغه خبرې د وېکټو مایک ریکارډ کړي او هغه د لوبې لوبڅار او د بېګ باش لیګ مسوولینو ته رسېدلي دي.
د بېګ باش لیګ مسولینو پرېکړه کړې، چې هغه له ځېنو لوبو لوبولو محروم کړي او هم ترې ۲۵۰۰ ډالره جریمه واخلي.
هغه به د راتلونکې شنبې په ورځ د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې پر وړاندې ونه شي لوبېدلای.
د سټارز لوبډله اوس مهال په بېګ باش لیګ پرته له ستورو اسټرالیایي لوبغاړو مبارزه جاري ساتلې ده.

له دې لوبډلې سره مارکس سټاینېس، اډم زمپا به هم ورسره راتلونکې لوبه کې نه وي، نتن کولټرنایل او نور لوبغاړي له هندوستان سره په لوبو بوخت دي.

په لوبه کې د ژبې ناسمه کارونه

په کرکټ او نور ورزش کې په اخلاقو ډېر ټینګار شوی دی، لوبغاړي به داسې الفاظ نه کاروي، چې د بل لوبغاړي د سپکاوي، تحقیر، غوسې او تحریک سبب کېږي.
که چېري د نور ورزش سربېره په کرکټ کې څوک دا چاره ترسره کړي، نو ستونزه ورته جوړېږي او د کرکټ د اصولو له مخې ګوناهګار ثابتیېږي او جریمه کېږي.
جریمه یې په نغدي پېسو سربېره له لوبو څخه په موقت او دایمي محرومیت سره تمامېږي.
ورزشکار باید د لوړو اخلاقو څښتن وي، ذهن یې باید ارام وي او په فزيکي لحاظ هم باید لوبې ته چمتو وي.
له مېلبورن سټارز لوبډلې سره افغان چېنامېن توپ اچوونکی ظاهرخان پکتین هم لوبېږي او تر دې دمه په توپ اچونه کې مناسب تمام شوی دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ګاتم ګمبیر: راشدخان ورځ تر بلې په IPL کې ښه لوبیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبیر د افغان لوبغاړي راشدخان په اړه جالیبې څرګندونې کړې.   ګاتم ګمبیر ... نور ولولئ