ادبیات

په ادبیاتو کې د ښځو ونډه

په نړۍ کې خدای تعالی هر څه جوړه پیدا کړي چې دا جوړښت په خپل فطرت کې ځانګړي حکمت هم لري، که له جوړې څخه یې یو نه وي، نو بل یې په یوازي توګه کوم فعالیت نه شي کولی.

لکه څنګه چې ښکاره ده، ادبیات زموږ د لرغوني هېواد په ټولنه کې شتون درلود، وده او پرمختګ یې کړي دي. د افغان ټولنې له ودې، بدلون او بشپړتیا بېلابېل پړاوونه یې وهلي دي. نن هم د بدلون او ودې په حال کې دي. د یادونې وړ ده چې د تاریخي بهیر او تکامل په لړ کې د ښځو ادبي ژوند، هڅو او ونډې تل بدلون موندلی دی.

افغاني ښځي د تاریخ په بهیر کې نه یوازې د خپلې ټولنې په چاپیریال، کورنیو، مذهبي مرکزونو او ښونیزو مرکزونو کې د ادب او پوهې زده کړې په غاړه لري، بلکې خپل وړتیاوو سره په ادبیاتو کې هم ونډه اخستې او ادب او ادبیاتو ته یې خپله غېږه کې پالنه ورکړې ده.

ښځې د ویلو لپاره ډېري خبري لري خو د ټولني او خپلې کوړنۍ لخوا دومره اجازه نه ده ورکړل شوې چې دوی خپل غږ اوچت کړي، په همدې دلیل ډېري ښځي ډېر سخت د روحي فشار لاندې دي.

د ادبیاتو له زېږېدو نه مخکې ښځې باید په افغاني ټولنه کې، په ځانګړې توګه په کلیو او بانډو کې د خبرې کولو حق ولري. خو دا چې اوس خپل ځان له دغو فشارونو نه ژغوري او خپل چاپیریال سره ځان عادتوي چې ددغې موخې د رسېدلو لپاره دوی سره ادبیات مرسته کوي.

ښځې په هره برخه کې د ناروینه وو سره اوږه په اوږه ولاري وي که ادبیاتو برخه وي، که ډاکټري وي یا هم نوري برخو کې ورسره مرسته کوي او له دې لاري ټولنې ته خدمت کوي او خپل ژوند هم مخته بیایي.

په افغاني ټولنه کې له پخوا راهیسې ډېري ښځي بې سوادي پاته دي، له دې سره سره بې سوادې ښځې هم داسې شفاهي او فولکلوریک ادبیات یې رامنځته کړي دي.
په ادبیاتو کې د افغانو ښځو ونډه لومړۍ ځل د ویدا په سرودونو کې ثبت دي. په تاریخي کتابونو کې هم دا په ډاګه شوې ده چې د ریګویدا ځینې سرودونه ښځو تالیف کړې ده.
په ویدي عصر کې ریشي او شاعرې ښځې د ویدي ادبیاتو په وده کې مهم رول درلود، که چېرې ددوی د کلام نمونې تحلیل او وڅېړل شي هرو مرو به ددوی د افکارو او ادبي کوښښونو بېلابېل اړخونه به څرګند شي. د ویدي سرودونو ویونکي (ریشیان) وو. سربېره په روحاني مقام، د ویناکوونکو او د شاعرانو حیثیت یې هم درلود. ریشیان نړ او ښځي او پاچاهانو ته د درناوي وړ وو.

په ویدي ادبیاتو کې ډېرو شځو ونډه درلوده لکه: مېرمن پالاد د ویدي عصر نومیالې شاعره ده چې د کلام نمونه یې د ریګویدا په اتم کتاب او ۱۹ سرود کې لیدل کیږي، او نور هم دي لکه میون انداني، مېرمن زاچي، مېرمن سارا، او مېرمن سوریا چې ددغو شاعرانو د سرودونو نمونې په ریګویدا کتابونو کې لیدل کیږي. همدارنګه د ویدي عصر څخه وروسته د اوستا په عصر کې د زردشت لور پورچستا یوه له پوهو او شاعرو ښځو څخه وه.

په اسلامي دوره کې رابعه بلخي چې په عرب قوم منسوبه وه ددري ژبو د ښځينه شاعرانو څخه وه، چې مولانا عطار په خپل اثر(الهي نامه) کې د رابعې د ژوند پېښي او د هغې د مینې کیسه پر پنځوسو بیتونو کې نظم کړې ده. د رابعې څخه وروسته مېرمن جهان ملکه د سلطان مسعود لور او مېرمن مهستي چې په بدخشان کې اوسېدله، بې سارې شعرونه لري.

زرغونه کاکړ هغه ادیبه شاعره او لیکواله مېرمنه ده چې د افغانستان د ادبیاتو تاریخ ورباندې ویاړي. زرغونه په کندهار کې اوسېدله. زرغونه هغه ښځه ده چې د سعدي بوستان یې په پښتو نظم ژباړلې ده، همداسي مېرمن نېکبخته، بي بي حلیمه، نازو انا د اتل میروس خان نیکه مور چې ډېر ښکلي شعر لري.

همدارنګه افغانې مېرمنې په شفاهي ادبیاتو کې هم ونډه درلودله. په خاصه توګه په لنډیو کې د شځو ونډه چې د دوی شهرت هم نه ده معلومه.

په معاصره دوره کې هم ډېر ښځي په ادبیاتو کې وڼده اخستې بې شمېره کتابونه او شعرونه لري. لکه: مېرمن اریون یون، پروین ملال، صفیه صدیقي، شریفه پاڅون او نور همداسي د ویاړ ډکې ستوري دي.

په ادبیاتو کې د ښځو په وړاندې ځینې ستونزې هم دي لکه ډېري ښځې نالوستي دي د پوهي او علم له نعمت څخه بې برخي دي حتا د روغتیا برخه کې دوی ته دا حق نه ورکول کیږي چې ډاکټر ته لاړ شي، ښځي په شاعري کې تر ډېره خوله پټي پاته شوي، هغه څه چې ددوی فکر او خیال کې ګرځي نه شي بیانولای او نه هم کورکې اجازه ورکوي.

ښځې هم ډېري د ښه ذوق د ښه احساس خاوند دي، د ښه او بد لپاره معیارونه لري د نارینه وو په نسبت ډېري صادقي دي، نو که ښځو ته لږ زمینه هم برابره شي ډېر په زړه پوري شعرونه به ولولي، نو په دې بنسټ ویلای شو چې ، د افغانې مېرمنې ادبي هڅې او کوښښونه پراخې او ګټوري دي، خو کافي نه دي. د افغانو مېرمنو اندېښنې او فکرونه په هره برخه کې ارزښتمنه ده، خو د افغانستان د تاریخ په بهیر کې افغانې مېرمنې لکه چې په اقتصادي، او سیاسي لحاظ محرومې پاته شوې دي، همدارنګه په کلتوري او ادبي لحاظ هم محرومې دي، نن هم له دې محرومیت څخه نه دې خلاصه شوي.

د ښځو د ونډې پراختیا لپاره یوازنۍ لاره کار او مبارزه ده چې ټول شاعران او لیکوالان د ښځو د ادبیاتو کار، د خپل ادبي کار یوه برخه وګرځوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.