په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما مشهور فلمي ستوري سوشانت سينګ راجپوټ مړی نن په خپل کور کې پيدا سوی.
د هند پوليس د سوشانت مړينه تائيدوي او ادعا کېږې چې سوشانت سينګ به ځانوژنه کړې وي.
د ۳۴ کلن سوشانت مړی د ممبی په بندرا کې د هغه خپل کور په شپږم پوړ کې پيدا سویدی.
img 20200614 162624829385391122768823 په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!
پداسې حال کې چې پوليس دده مړينه ځانوژنه بولي خو د ممبی د پوليسو وياند پرانای اشوک رسنيو ته ويلي چې دده په کور کې هيڅ ډول ياداشت او د ځانوژنې دليل او ثبوت ندی موندل سوی،خو دده په خبره پوليس په څېړنو بوخت دي.
img 20200614 1629367310012502824491099 په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!
د سوشانت ټېم په يو پيغام د خلکو څخه غوښتنه کړې چې هغه په خپلو فکرونو کې وساتي،د هغه ژوند او کار ولمانځئ،خو دا شېبه دهغه په محروميت ساتلو کې زموږ سره مرسته وکړئ.
څلور ورځې وړاندې د سوشانت ۲۸ کلنې مديري ديشا ساليان په خپل کورکې ځانوژنه کړې وه،په اړه يې سوشانت ټويټ هم کړی وو او ددې مرګ سخت نا ارامه کړی وو،خلک او رسنۍ دده مړينه د هغې د مرګ سره تړي.
images 2020 06 14t1734256396161352910789005. په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!
سوشانت په باليووډ کې خپل سفر په ۲۰۱۴ز کې د پي کې فلم څخه وکړ، ورپسې يې کدرينات، شوده ديسي رومانس او د هندي کريکټر مهندراسينګ ډهوني پر ژوند او مسلک فلمونه جوړ کړل.
د نوموړې ټول فلمونه ستايل سوي ، د ام اس ډهوني فلم يې د کال غوره فلمونو څخه وو او د کال تر ټولو بريالۍ کيسه وه.
img 20200614 1631104362859323612225018 په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!
سوشانت پدې وروستيو کې د باليووډ د ځوان نسل يو له برياليو لوبغاړو څخه وو چې په ډېر کم وخت کې يې د ډېرو مينوالو زړونه خپل کړي وه.
د هند لومړي وزير د باليووډ او د هندوستان د کريکټ د نړۍ ټولو لوبغاړي د نوموړي په مرګ سخته خواشيني څرګنده کړې او دده مرګ يې يوه لويه ضايع بللې ده.
په روان کال کې د باليووډ سينما دوه نور مشهور ستوري عرفان خان او ريشي کپور هم مړه سويدي چې دا د باليووډ په تاريخ کې تر ټولو غمجن او تور کال ياديږي.
98a8db064e0e0099c889443fa82c3e317410502343808906638 په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!
دا پداسې حال کې ده چې د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخې د هند ۶.۵% نفوس له جدي رواني ناروغيو سره مخ دی.