سینما او موسیقي له نړۍ

د باليوووډ سينما مشهور مسلمان لوبغاړی عرفان خان وفات سو.

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د هندي سينما مشهور اداکار عرفان خان د ۵۳ کلونو په عمر وفات سو.

شهزاده عرفان علي خان چې د يوې مسلماني کورنۍ يو خورايکښ او پياوړی فلمي ستوری وو نن يې د ممبی په ډهيروبای امباني روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړی د تيرو دوو کلونو راهيسي د عصبي تومور ناروغۍ له کبله چې د سرطان يو ډول دی کړيدی.

عرفان خان په ۲۰۱۸ز کې د لومړي ځل لپاره د سرطان ناروغۍ له کبله په امريکا کې بستر سو خو بيرته جوړ سو.

څو ورځي وړاندي د نوموړي مور سعيده بيګم وفات سوه چې پر عرفان خان يې سخت تاثر کړی وو او نوموړی يې تر روغتون پورې رسولی وو.

دا ځل د عرفان سره د سرطان ناروغۍ ترڅنګ د کولمو د انتاناتو ناروغي هم ملګرې وه چې نوموړی يې تر مرګ پوري ورسوی.

د عرفان خان په مرګ د باليووډ سينما ټولو ستورو پر ټولنيزو رسنيو خپله غمرازي شريکه کړې او د نوموړې مرګ يې د سينما کورنۍ ته يوه لويه ضايع بللې ده.

عرفان د باليووډ تر څنګ په هاليووډ سينما کې هم د پام وړ رولونه اجرا کړيدي.

که څه هم نوموړي تر ۱۰۰ په ډيرو فلمونو کې کار کړی خو په ځوانۍ کي يې هيله او هدف دا وو چې کريکټر جوړ سي.

عرفان په ۱۹۶۷ز د جنوري په ۷مه نيټه زيږيدلی او په ۱۹۸۵ز کې يې د باليووډ سينما سره سفر پيل کړ.

نوموړي د سینما په نړۍ کې تر ۳۰ کلونو ډير سفر وکړ چې د فلمفير فلم،نيشنل فلم پدماشيري او ۳۲ نور ايوارډونه په بيلابيلو کټګوريو کې د خپلي وړتيا پر بنسټ ګټلي دي.

د عرفان خان لومړنی فلم د سلام بمبی په نوم وو چې په ۱۹۸۸ز کې ريليز سو او وروستی يې د انګريزې ميډم په نامه په ۲۰۲۰ز کې ريليز سو.

شهزاده عرفان علي خان دوه اولادونه د بابیل او عيان په نوم تر شا پريښودل.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ