افغانستان رسنۍ سپورټ کورنی کرکټ

د افغان کریکټ بورډ د ټلویزیوني چینل فکر له کومه شو؟

لیکنه: ياران

لیکنه: میراحمد یاد

څه وخت مخکې د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک په حواله لیکل شوي وو چې د افغانستان کریکټ بورډ خپل ټلویزیوني چینل پیلوي. د نوموړي په وینا دغه چینل به د افغانستان د ملي لوبډلې د نړیوالو لوبو ترڅنګ کورنی کریکټ او ځینې نورې خپرونې هم خپروي.

راځئ دا وګورو چې د کریکټ بورډ لپاره د خپل ټلویزیوني چینل فکر لومړی ځل کوم هیواد کې پیدا شو.

د عرب نیوز د پاکستان څانګې د ۲۰۱۸ کال د اګست په څوارلسمه نېټه خبر خپور کړ چې د پاکستان کریکټ بورډ غواړي خپل ټلویزوني چینل ساز کړي چې ددې هیواد د نړیوالو لوبو تر څنګ به په کې کورنۍ لوبې، ځینې ډاکومنټرۍ او د کریکټ اړوند نور مواد خپرېږي.

دا پرېکړه په هغه وخت کې د پاکستان کریکټ بورډ مشر نجم سیټي کړې وه او رسنیو ته یې ویلي وو چې د ټلویزیون تخنیکي کارونه شوي یوازې د جواز قانوني پروسه یې پاتې ده.

د پاکستان کریکټ بورډ دا امتیاز هم اخیست چې دا به نړۍ کې لومړی ځل وي چې د یوه هیواد کریکټ بورډ به خپل ټلویزیوني چینل لري.

په هماغه وخت کې د پاکستان ډېرو سپورتي خبریالانو دې پرېکړې سره کلک مخالفت ښودلی و او ویلي وو چې د کریکټ بورډ دنده د کریکټ لوبه او د هغې مدیریت دی، نه خبریالي او رسنیز کارونه. د عمران نعیم په نوم پاکستاني سپورتي خبریال ویلي وو: (د کریکټ بورډ کار ټلویزیون چلول نه دي، که دا کار وشي دا به ډېر بد پیل وي او بیا هره ورزشي برخه د خپل ټلویزیوني چینل جوړولو غوښتنه کوي.)

تر څنګ یې دا هم زیاته کړې وه چې خصوصي سکتور او د پاکستان ملي ټلویزون د سپورت لپاره ځانګړې چینلونه لري. د یوه بل چینل جوړول به په کریکټ بورډ کې اداري پړسوب او بیوروکراسي زیاته کړي. که کریکټ بورډ دا کار د کریکټ د ودې لپاره کوي، نو د کریکټ د ودې تر ټولو ښه لاره دا ده چې ښه لوبغاړي دې پيدا کړي او بیا دې یې ملي لوبډلې ته ور وپېژني چې لوبډله پياوړې شي.

د پاکستان له پورته خبر نږدې یو کال وروسته د افغانستان کریکټ بورډ هم اعلان وکړ چې د کریکټ لپاره خپل ټلویزیون سازوي. له تخنیکي پلوه که ورته وګورو، پورته ټولې نیوکې چې د پاکستان په کریکټ بورډ شوې، د ټلویزون جوړونې په برخه کې د افغانستان په کریکټ بورډ هم صدق کوي.

د دې ټولو ترڅنګ مهمه خبره د مارکیټ هم ده. موږ دا منو چې کریکټ بورډ به د ټلویزیوني چینل جوړولو لپاره بودیجه لري، خو ټلویزیون یوازې جوړول نه دي، بلکې پرمخ هم باید یوړل شي چې دا هر کال خپله ځانګړې بودیجه او مسلکي کارکوونکي غواړي. دا په دې معنا چې د کریکټ په څېر یوه بله اداره باید یوازې ددې لپاره رامنځته شي چې هغه ټلویزوني چېنل مخ ته یوسي.

بله موضوع دا ده چې په افغانستان کې د ټلویزیوني چينلونو شمېر له مخکې هم زیات دی او د سپورت لپاره هم یو ځانګړی چینل شته. د افغانستان په بازار کې نور ټلویزیونونه کلونه کلونه تجربه، اعتبار او له شرکتونو سره د تبلیغاتو لپاره ښې اړیکې او ثابت قراردادونه لري. شرکتونه چې ټلویزیوني خپرونې سپانسروي، د دې ټلویزویونونو د لیدونکو د شمېر د ددوی د خپرونو د ساحې پر اساس یې ورکوي. یعنې کوم ټلویزیونونه چې د افغانستان د کریکټ سیالۍ خپروي، هغوی یوازې دې سیالو ته نه دي ناست، بلکې د نورو خپرونو او پخوانیو اړیکو پر اساس د دې خپرونو لپاره ځانګړي تمویلوونکي پیدا کوي. که د افغانستان کریکټ بورډ خپل چینل سازوي، لومړۍ پوښتنه دا ده چې په بازار کې به دې قوي او مسلکي چینلونو سره سیالي څنګه کوي؟ دوی به په څومره وخت کې چینل دومره مشهوروي چې شرکتونه ورته د نورو چینلونو په پرتله لومړیتوب ورکړي؟ دوی به په څومره وخت کې خپلې خپرونې دومره غزوي چې یو شرکت به ورته بل مشهور چینل پرېږدي او دوی ته به سپانسر ورکوي؟

بله دا چې چې کریکټ خپرول د نورو ټلویزیوني چینلونو لپاره د یوې خپرونې حیثیت لري، دوی نور وسایل تیار لري او د یوې بلې خپرونې پرځای کریکټ لري، که کریکټ بورډ دا کار کوي، دا ټول لګښت به بېرته له سره کوي. یعنې د یوه کریکټ خپرولو لپاره به له سیټ نیولې تر نورو تخنیکي آلاتو پورې له سره برابروي. نور ټلویزیونونه تولیدي خپرونې، سریالونه، خبرونه، بحثونه … او نور ډېر داسې مواد لري چې هر یو په خپل ځای نوی او د لیدونکو د پام وړ دی. لوی شرکتونه د دې ټلویزیوني چینلونو دایمي تمویلوونکي دي، که چینل کرکيټ نه خپروي، سریال یې سپانسر وي، که سریال نه وي، بله لویه خپرونه یې سپانسر وي، که خپرونه نه وي، خبري سرویس یې سپانسر وي. یعنې ټلویزیوني چېنلونه د عاید نورې سرچینې لري، نو که کریکټ نه وي، هم هغوی خپلې خپرونې روانې ساتلی شي.

اوس که کریکټ بورډ یوازې کریکټ خپروي، په کال کې د افغانستان څومره لوبې دي؟ څومره دوام به کوي او څومره سپانسر به ورته پیدا کېږي؟ که چېرې د لوبو یو سیزن ختم شي، کریکټ به نورې داسې کومې خپرونې نشروي چې خلک به ورته نور چیلنونه پرېږدي او دا چینل به وګوري؟ یا به دوی داسې کومه جالبه خپرونه سازه کړي چې د یوې خصوصي ټلویزیون سپانسر به دوی ته مخه کړي؟ کورنی کریکټ به لویو شرکتونو ته د سپانسرولو لپاره څومره جالب وي؟ د کرکيټ اړوند ډاکومنټرۍ به د اختریز کنسرت او نویو کال سندریزو خپرونو سره څومره سیالي وکړی شي؟ که دا ټول د یوه کال لپاره وکړي، د دویم، درېیم، څلورم او پنځم کال به څه پلان وی؟

د تخنیکي وسایلو موضوع په خپل ځای مهمه ده. ټلویزیون چلول خپله جلا کاروبار دی او په دې برخه کې ټوله پانګونه یوازې د ټلویزوني خپرونو د ودې لپاره کېږي. په دې خاطر خصوصي چینلونو ډېره زیاته پانګونه کړې، عصري وسایل یې اخیستي او د وخت په تېرېدو د نویو اړتیاوو پوره کولو لپاره دا وسایل وخت په وخت نوي کوي. اوس که کریکټ بورډ د فرعي کاروبار په توګه د رسنیو نړۍ ته ننوځي، نو یوازې د وسایلو په پېرلو کې به نورو خصوصي چینلونو سره څومره سیالي وکړی شي؟ آیا کریکټ به دومره بودیجه ولري چې د یوه خصوصي ټلویزون هومره وسایل وپېري او وخت په وخت هغه وسایل د ګټې اخیستو لپاره نوي او اپډيټ کړي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د کریکټ بورډ مشرتابه یې باید په دې اړه پرېکړې مخکې په دقیق ډول ځواب کړي، د رسنیو مسلکي غړي ښايي پر دې موضوعاتو ډېر ښه پوه شي او په دې محاسبو یې زر سر خلاص شي. تراوسه پورې په نړۍ کې لومړی ځل پاکستان او ورپسې افغانستان پرېکړه کړې ده، له دې ښکاري چې دا پرېکړه دومره ګټوره نه ده، ګني تر دوی پخوانیو، بریالیو او شتمنو کریکټ بورډونو بلکې خپله ای سي سي به د خپل چینل سازولو پرېکړه کړې وی.

موږ په هره برخه کې له انحصارطلبۍ رنځېږو، غواړو چې هر څه دې زموږ په خپل لاس وي او ټوله ګټه دې یوازې موږ ته راشي، که داسې ممکنه وی، نن به په نړۍ کې دومره ستر کاروبارونه نه وی او بیا به په سکتورونو نو وی پیدا شوي.

کریکټ بورډ ته زما مشوره دا ده چې د کریکټ لپاره دې ځانګړی چینل نه خپروي، ددې پرځای دې خپله د رسنیو برخه فعاله کړي، کار دې پرې وکړي، مسلکي خلک دې په کې وګوماري چې د کریکټ د لوبو نه یې د رسنیزو حقونو ونډه پياوړې شي. په اخره کې درته د خوشال بابا دا مسره ډالۍ کوم چې:
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران