افغان کریکټ بورډ ته نوی عمومي ریس معرفي شو

ليکنه: بهار سمسور
وروسته له هغې چې په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له خوا ښې لوبې تر سره نه شوې،د لوبغاړو تر منځ د اختلافاتو او اړیکو د خرابتیا خبرونه خپاره او په خاص ډول د لوبډلمشرۍ پر سر ناندرۍ راپورته شوې،خو خبره د عمومي ریس عزیزالله فضلي پر لري کیدو تمامه شوه.
د نوي ریس د معرفت په ناسته کې د ګوتو په شمار رسنیو استازو ګډون کړی و او په ناڅاپي ډول معریفي شو.د فرحان یوسفزي په معرفت غونډه کې د بورډ غړو هم شتون درلوده او له غونډې وروسته پخواني عمومي ریس عزیزالله فضلي خپل دفتر نوي ریس ته تسلیم کړ.

د افغان کریکټ بورډ پر فېسبوک پاڼه په ورکړل شوي خبر کې د نوي ریس په اړه خپاره شوي معلومات ښایی چې، نوموړی په یوه علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی او د ماسټرۍ تر کچې له لوړو زده کړو برخمن دی. په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د کابل له نادریه لېسې فارغ شوی دی. ورپسې یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا هلت بوسټن پوهنتون د Hult International Business School څخه لیسانس او بیا یې له همدغه پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې په سوداګرۍ او رهبرۍ کې ماسټري ترلاسه کړې ده.
نوموړی د هېواد په سیاسي او اقتصادي ډګر کې غوره رول درلودلی دی او همدارنګه د هېواد د سوداګرۍ په ډګر کې هم یوه وتلې څېره ده.

د نوموړي د دې معلوماتو تر څنګ د کریکټ لوبې سره د بلدیت او د دې لوبې د ښه تنظیم په اړه د علمیت او تجربې هیڅ معلومات شتون نه لري.
بل ستر چیلېنج چې نوی عمومي ریس ورسره مخ دی، هغه د کریکټ بورډ په د ننه کې د راپورته شویو ستونزو د حل دی،چې په اړه به یې څومره پوه ولري او کولی شي،چې دا ستونزې مهار کړي او کنه یو بل وخت ته ضرورت لري.
د کریکټ بورډ په اړه د مشرتابه بدلون څه نوې خبره نه ده،بلکې له دې مخکې هم مشران په نه خبره توګه مخکې تر دې، چې خپله درۍ کلنه قانوني دوره بشپړه کړي،له دندو لري کړل شوي او جوړ کړي پلانونه یې نوي ریس ته پر مېز پاتې شوي، چې بیا یې په اړه فکر هم نه دی شوی.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ