افغانستان اقتصاد سرسکالو

 په ۳ ولایتونو کې ۱۸ آبرېزې جوړیدل؛ ابریزې څه ګټه لري؟

لیکنه: بشر درویش
خبر: بشر درویش

د آمو پنځمې سیندیزې حوزې د سکټوري پروژې چارواکي وایي، چې ددې پروژې له لارې سږکال د تخار، بدخشان او کندز په ولایتونو کې ۱۸ ابرېزې جوړیږي.

له دې ډلې د ۹ آبرېزو رغنیزې چارې بشپړ او د ۹ نورو هغو رغنیزې چارې تر ۶۵ سلنه بشپړ شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه آبرېزې د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوي، د خاورې خوندیتوب، د کانالونو د ویجاړیو مخنیوي، د کرنیزو ځمکو ساتنه، د سیمې د اوسیدونکو د عوایدو کچه لوړول او د کلني عایداتو د کچې لوړولو په موخه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اسیایي پراختیا یي بانک په همکارۍ جوړیږي.

سرچینه زیاتوي؛ د یادو آبرېزو ترڅنګ د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د اوبولګولو ۱۰۷ ټولنې هم جوړې شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ