کیونټ؛ سیستماتیکه غلا او دوکه

لیکنه: نوید صهیب

بشري ټولنې له نوې تکنالوژۍ او تخنیک سره د خپل ژوندانه د هر اړخیز تطور او پر مختګ په لړ کې نوې ټکنالوژي او آنلاین نړۍ په سوداګریزه برخه کې په دیر لوړه پیمانه په کار اچولې او پدې برخه کې یې د ځمکې په سر ډیرې عمیقې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.
له سترې بین المللي او او بین القارئي سودا ګرۍ رانیولې بیا تر وړو فردي کاروبارونو؛ په دې ټولو کې نن سبا د انټرنټ او ټکنالوژۍ ونډه یو اسانتیا نه بلکې یو ډیر مهم ضرورت دی چې په نه شتون یې بیخي ډیرر څه له رکود سره مخ کېدای شي. د آنلاین سوداګري یو مهم اصل او ښاخ دا دی چې سوداګریز توکي مستقیمأ د صادروونکي او کاروونکي تر منځ تبادله کیږي او تر منځ یې ځینې هغه ګټه وړونکي آدرسونه او واړه سوداګر ایستل کیږي د کومو په وجه چې د جنس بیه کاروونکي ته تر رسېدو پورې څو چنده لوړیږي؛ خو په آنلاین بڼه راکړه ورکړه مستقیمأ د صادروونکي او کاروونکي تر منځ صورت نیسي چې په دې سره صادروونکې کمپنۍ ته نسبتأ ډیره ګټه ورځي او کاروونکي ته جنس ارزانه پریوزي.
د آنلاین سوداګرۍ په برخه کې نېټورک مارکیټېنګ یا شبکه یي/ځنځیري بازار موندنه په شلمه میلادي پېړۍ کې په امریکا کې پیل شوه، وروسته په روسیه کې هم پیل او هلته لږ ځنډ وروسته غیر قانوني اعلان شوه. نن سبا دا ډول بازار موندنه د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې په مختلفو بڼو او اصولو کار کوي.
نېټورک مارکټنګ اساسي ځانګړنه هم کاروونکو ته د توکو په مستقیم پلور کې ده، پرته له دې چې د څو کسانو لخوا لاس په لاس او هر یو خپل لګښت او ګټه ترې واخلي، جنس مستقیمأ د کاروونکي تر لاسونو رسیږي.
د جنس قیمت له بازار څخه ټیټه یا د بازار په بیه وي، که مشتري وغواړي د کمپنۍ د محصول په اړه نورو ته تبلیغات وکړي او له کمپنۍ څخه یې د جنس په رانیولو قانع کړي، کمپنۍ بیا لومړني کس ته د کمېشن په ډول یوه ټاکلې فیصدي پیسې ورکوي، که مشتري ونه توانېږي چې کمپنۍ ته کوم بل ګیراک پیدا کړي هغه ته کوم تاوان نه رسیږي.
یو بل ډول ته یې هرمي بازار موندنه وایي، په دې ډول کې اساسي موخه د جنسونو راکړه ورکړه نه وي، جنس پکې یو خیالي جز او له ځنځیري بازار موندنې سره په توپیر له عام بازار څخه په څو چنده لوړ قېمت لري. مثلأ یو عادي لاسي ساعت چې په عام بازار کې زر افغانۍ قېمت لري، له داسې هرمي شرکتونو سره یې قېمت سل تر دوه سوه ډالرو وي، یو کس ځي له شرکت څخه دغه ساعت رانیسي، شرکت ورته یو مټرېکس دوه اړخه ټي سي اکونټ جوړوي.
دا کس بیا ځي دوه نور کسان له شرکت څخه په همدې بې انصافه بیه د یو جنس په رانیولو قانع کوي، کله چې دوی له شرکت څخه توکي وپیري شرکت د هر یوه په سر لومړني کس ته ښه غوښن ډالري امتیاز ورکوي، دا دوه کسان بیا ځي د ځان د ګټې لپاره دوه نور راولي، هغه دوه بیا دوه دوه نور راولي چې بالآخره دا لړۍ د یوه هرم په بڼه غځیږي، چې د هر نوي پیرېدونکي په راتلو مخکینیو کسانو ته امتیاز ورکوي او هغوی ورسره پړسیږي.
په دې ټوله لړې کې اساسي موخه د جنسونو اخیستل او خرڅول نه وي، بلکې د ټولو هڅې او کار د امتیازونو د لاس ته راوړلو او د پیسو په سر د یوې قماري لوبې په ډول وي. دا چې مشتري په دومره نامناسب قېمت یو خیالي جنس اخلي، ددې لپاره چې دی کمپنۍ ته د دوه نورو مشتریانو د معرفي چانس ترلاسه کړي، که د کسانو په پیدا کولو ونه توانیږي نو وار له مخه تاواني او د یو خیالي یا د ډیر عادي جنس لپاره یې ډیره بې انصافه لوړه بیه پرې کړي وي.
نه غواړم ددې هر څه د تحریم او ناروا والي په اړه د اسلامي شریعت حکم مختصر وړاندې کړم، ښه به دا وي چې د تحریم په اړه یې ددې https://goo.gl/
cMgUgh لاسوند لارې تر دیارلسو پورې د مختلفو هېوادونو رسمي فتوا ته رجوع وشي. ﮐﯿﻮﻧټ، ﺍﺑﺮﯾﺸﻢ ﺩﺭﺧﺸﺎﻥ، ﺗﻠﻔﯿﻖ ﻫﻨﺮ، ﻭډﺍ ﺍﻭﻧﯿﮑﺴﻮﻡ، ﻣﯿګﺎﻻﯾﻒ، ANC (Afghanistan Network-marketing«Company، ﺑﯿﺰ ﻓﯿﻮﭼر ﻧﯿټ، MCC، ﺑﺎﺩﺭﺍﻥ ګﺴﺘﺮﺍﻥ، ﯾﻮﻧﯿﮏ ﻓﺎﯾﻨﻨﺲ، ﻓﻮﺭﯾﮑﺲ، ﺍﺳﮑﺎﯼ ﻭﯾي، ﮐﺎﺭﺁﻓﺮﯾﻨﺎﻥ ﺍﻓﻐﺎﻥ، ﻓﻮﺭ ﺍﯾﻮﺭ هغه شرکتونه او کمپنۍ دي چې په افغانستان کې د شبکه ئي بازار موندنې د فعالیت ادعا لري، مګر تر ډیره ددوی کار پرته له کوم قانوني جواز، په مشکوک، هرمي او نیمه هرمي بڼه چلیږي. د دوی له ډلې کیونټ هغه کمپنۍ ده چې په دې وروستیو کې یې په نړیواله کچه د ډیرو خلکو پام ځان ته ور اړولی. د کیونټ د کار تګلاره د شبکه ئي بازار موندنې له نوم څخه په سوء استفادې د هرمي بازار موندنې، غلا، چل ول او دوکې په اساس ولاړه ده.
ددوی د هرم او کاروبار لومړی پایې په خارج کې دي له هغه ځایه یې د نورو اشخاصو په وسیله په مرکز کابل او ولایاتو کې پرېمانه دفترونه او څانګې خلاصې کړې، په دې وروستیو کې د کیونټ والو د چل ول او دوکې په وړاندې په په نړیواله او ملي کچه حساسیتونه راوپارېدل، په ځینو دولتونو کې یې دفترونه بند او کارکوونکي یې ونیول شول.
په افغانستان کې هم د کیونټ پراډي کاروبار ته تر ډیره د خلکو ورپام شوی؛ خو متأسفانه د بې کارۍ او انفلاسیون د لوړ ګراف په وجه د کیونټ په چل ول کې اوس هم راګیر دي، د کیونټ، ANP او دې ورته نورو شرکتونو په په وړاندې د افغانانو د حساسیتونو او پوهاوي له زیاتېدو سره تر ډیره د دوی کار ځایونه د یوې مافیا د مرکزونو په څېر په پټ ډول فعالیت کوي.
ددوی ډیره برخه کوربانه هغه لوستي، بې روزګاره ځوانان او محصلین دي چې د کاروبار په لټون کې وي. کیونټ اوس په پلازمېنه کابل کې تر سلګونو پټ بې لوحې او له سترګو پناه ځایونه لري چې اصل لوبغاړي یې مجهول او له هېواد څخه د باندې قرار لري. د کیونټ په نوم د پراډ او دوکې دا ډله د دریو پروسو په ترڅ کې د یو ځوان اراده، ټولنیز حیثیت او پیسې ترې لوټي:
۱. باور، ملګرتیا او خپلولي: دوی د خپلو برحاله غړیو لپاره دا مهم اصل ټاکلی چې که یو څوک له کمپنۍ څخه د ټي” سي یا غړیتوب لپاره راولي باید تر ټولو نږدې باوري کس او خپلوان وي او راتلل یې هم باید له نوي کس سره د یوه راز په ډول خوندي وي. دا ددې لپاره چې د هغه د نه اطمنان په صورت کې ددوی کاري پروسه خوندي او د منفي انګیرنو د لاس په لاس کېدلو مخنیوی وشي.
۲. د آموزشي سیمنارونو اغفالوونکې لړۍ: کله چې ددوی لخوا یو څوک دعوت شي بیا د دری ورځې سمینارونو لپاره د دوی یوه ټاکلي دفتر ته غوښتل کیږي. د کیونټ برحاله غړي همېشه کوشش کوي چې نویو راوستونکو کسانو ته داسې انګېزه ورکړي چې ګویا کیونټ یو ثقه، د باور وړ او ستر کاروباري سازمان دی کله چې نوی څوک د کیونټ دفتر ته وغوښتل شي، اول په اول یوه بې مانا نمائشي نوملیکنه ورباندې کوي. د ښه راغلاست تشریفات، روغبړ او چال چلند یې په غولوونکې انداز کې وي. کله چې د دفتر په دروازه د ننه شي بیا تقریبأ هر شېبه د دوی د کسانو لخوا تر نظر لاندې وي. په لومړی ورځ د مخکینیو کسانو لخوا سمینارونه پیلېږي، د دوی لپاره تر نورو تکړه یې هغه وي چې له ژبې تېز وي. لومړی سمینار د کیونټ کمپنې نسبي معرفي، غورې او برسېرن تبلیغات وي. له دې وروسته دری ورځې په هره ممکنه لاره او خبره له کیونټ څخه د یو جنس پېرلو لپاره ذهنیت سازي او دلالي کوي. د نړیوالو سترو شتمنو انسانانو انګیرنې، کتابونه، د ډالرو خیالي او خندوونکې لویې محاسبې، د مرفع او ښه ژوند لپاره د کور، موټر، واده او پیسو د پاروونکو هیلو رسمول او پوره کیدل یې سل سلنه له کیونټ سره په کار کولو پورې تړل، دا او دې ته ورته بیخي ډیرې غوولونکې هڅې د دری ورځني سمینارونو محتوا وي چې په ډیره ځیرکتیا ترسره کیږي.
۳. تصمیم او د پیسو ورکړه: له دری ورځې دلالۍ او سیمنارونو وروسته دوی له نوي کس څخه د جنس رانیولو د کمپنۍ د غړیتوب لپاره د پیسو د ورکړې خبره چې ټیټه اندازه بینري یې له سل ډالرو سره برابره ده. جالبه دا چې د سمینارونو په جریان کې تر هفې چې له لاپو شاپو یې سړی اغېزمن نشی، د پیسو د ورکړې په اړه هېڅ نه ویل کیږي. که نوی کس د پیسو په ورکړه قانع شي پیسې مستقیمأ کمپنۍ ته نشي سپارلی، د ځنځیر یو مخکښ پیسې ترې اخلي، د کمپنۍ آنلاین ټي سي ته لاسرسی هم د نوي غړي په واک کې نه وي، مازې په سمبولیک ډول د تذکرې د یوې کاپي په ورکړه او سمبولیک کاغذي راجسټر سره نوي کس ته د کمپنۍ د غړیتوب ډاډ ورکوي. دغه ابهام په یوه بله مستقیمه غلا هم دلالت کوي، داسې چې ممکن یاد دفتر جعلي او له کمپنې سره هېڅ ډول تړاو ونلري. ډیر کله په مختلفو نومونه همداسې پېښه ده چې په داسې جعل کاریو یې بیخي ډیرې پیسې یې له خلکو تروړلې او تښتېدلي.
۴. پښېماني، ستړیا او کار پرېښودل: په څلورم قدم کې کله چې نوی کس د جنس د پېریدلو په نوم پیسې ورکړي، نور اړینه ده هغه هم د ځان د ګټې لپاره دوه کسه پیدا او د پورته روزنیزو سمینارونو په وسیله یې د ځان په برخلیک اخته کړي. معمولأ کیونټ ته داسې خلک راځي چې مادي درآمد یې کم او بې کاره یا محصلین وي، تبعا داسې یو څوک ډیر نشي کولای یو څوک په دومره لګښت او کیونټ ته په راتګ قانع کړي. ورو ورو وخت تیریږي، تر دې چې سړی مایوسه کیږي او خپل کار پریږدي، وخت او ورکړې پیسې یې دواړه له لاسه وځي. که دا کس د د بل چا په راوستلو وتوانیږي نو دا بل یې له داسې مشکل سره مخکیږي، چې بیا د مخکیني کس په اړه یې له ملګري سره اعتبار ختم او د ډیرو نیږدې ملګرو او اقاربو یو ډول فراخ ټولنیز واټن او بدبیني رامنځ ته کیږي. په دې ټوله لړۍ یوازې یو یا څو کسه ګټه وړي، پاتې نور د هرم غټه برخه کسان له همداسې بې خونده سره مخ، وخت یې په سیستماتیک ډول ترې لوټل کیږي‌‌‌. ورو ورو وخت وخت ورباندې تیریږي، تر دې چې سړی مایوسه کیږي او خپل کار پریږدي، وخت او ورکړې پیسې یې دواړه له لاسه وځي. که دا کس د د بل چا په راوستلو وتوانیږي نو دا بل یې له داسې مشکل سره مخکیږي، چې بیا د مخکیني کس په اړه یې له ملګري سره اعتبار ختم او د ډیرو نیږدې ملګرو او اقاربو یو ډول فراخ ټولنیز واټن او بدبیني رامنځ ته کیږي. په دې ټوله لړۍ یوازې یو یا څو کسه ګټه وړي، پاتې نور د هرم غټه برخه کسان له همداسې بې خونده سره مخ، وخت یې په سیستماتیک ډول ترې لوټل کیږي‌‌‌.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.