مارچ 8, 2021

فاطمیون څوک دي، سوریې ته څنګه ورسیدل او د ایران حکومت یې په اړه څه وايي؟

Advertisements
لیکنه: میلاد حمیدي

فاطمیون ډله د ایران سپاه قدس (استخبارات) ډلې پورې تړلې ده چې تر ډيره جنګیالي یې افغان شعیه مذهبې دي. دغه ډله د ایران سپاه پاسداران په مرسته د سوریې بشار الاسد ډلې سره یو ځای په سوریه او عراق کې جنګیږي.
په لومړي ځل یو ۲۲ کسیزه ډله په کال ۱۳۹۲ د ثور د میاشتې په ۲۲ نیټه د سوریې په زینبیه سیمه کې را پیدا او د ډلې اعلان یې وکړ چې اوس ورته د فاطمیون ډله (لواء فاطمیون) وایي.
د دغې ډلې اصلي بنسټ ایښدونکی علي رضا توسلي او مشهور په ابو حامد وه چې په ۱۳۹۳ کال کې خپل مرستیال (رضا بخشي) سره یو ځای د تل قرین په سیمه کې د فلسطین هیواد سرحداتو سره نژدې یوې اسرایلي بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ..
د فاطمیون لومړی جګړیز لښکر د ۲۰۱۲ م کال په پای کې د علي رضا توسلي په هڅو چې د افغانستان د شعیاګانو څخه وه سوریې ته لاړل، دوی لومړیو کې عراقي شعیاګانو سره یو ځای په جګړه بوخت وو او په ۲۰۱۳ کال کې چې د دوی سرتیري سلګونو تنو ته ورسېدل، نو د فاطمیون ډله یو بیله ډله شو.
فاطمیون ډلې په کال ۲۰۱۵ کې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په لارښوونه ظاهراً د زینب (محمد ص لمسي) د زیارت د امنیت لپاره خو په اصل کې د بشرالاسد د حکومت سره د مرستې لپاره جګړه کوله.

فاطمیون ډله د ایران استخباراتو تر مشرۍ او قومندې لاندې په نورو هېوادونو کې کار کوي چې تر ډیره یې جنګیالي په ایران کې میشت افغان کډوال دي.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یوې افغان رسنۍ سره په مرکه دا منلي وو او ویلي یې ول چې دا افغانان په داوطلبې سره حاضر شوي او ایران ورته د جګړې امکانات او امتیازات ورکوي.
خو باورونه دا دي چې هغه شعیه مذهب افغانان چې د دې ډلې په چوکاټ کې ایراني استخبارات، سوریه او عراق ته د جګړې لپاره لیږي، نه امتیازات ورکوي او نه امکانات سره له دې هم بیرته ژوندي نه را ستنیږي.
د بشري حقونو نړیوال کمیسیون هم په خپلو راپورونو کې ویلي چې ایران سوریې او عراق ته ۱۴ کلن او تنکي شعیه مذهب افغانان لیږي چې دا کار یې د نړیوال قانون له مخې جګړیز جنایت او جرم دی.
د امریکه د بهرینو چارو وزارت هم د فاطمیون ډلې په شمول د بشار الاسد او اشخاصو، شرکتونو او ځواکونو باند چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د هغې د ریژیم د کړنو ملاتړ کوي بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم څو څو ځلي پر ایران غږ کړی چې جګړې ته د افغانانو له لیږلو لاس واخلي.
اوس دا اندېښنې هم را پیدا شوي چې دا ډله په افغانستان کې هم فعالیت کوي او د ایران استخباراتو ته کار کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ