سپورټ سینما او موسیقي نړیوال کرکټ

فلمي ستوری سوشانت سېنګ:تر دوني هیڅوک بهتر نه دي، چې پر استعفا یې وغږیږي

لیکنه: بهار سمسور

د بالیوډ سینما وتلی ستوری سوشانت سېنګ راجپوت په وروستۍ مرکه کې ویلي؛ د اېم اېس دوني پر استعفأ باید هر څوک خبرې ونه کړي، دوني تر بل هر چا په دې ښه پوهیږي چې دا واضح کړي.

1189193_1296x729.jpg
راجپوت زیاتوي، دوني د هندوستان لپاره نیم عمر کریکټ وکړ، هرڅه ورته واضح دي او دا باید دی په ډاګه کړي، چې غواړي د هندوستان لپاره نړیوال کریکټ وکړي یا نه. راجپوت چې په فلم کې یې د دوني اړوند (نه ویل شوې کیسه)کې د دوني اړوند رول لوبولی وایي:

“که موږ د لیډرشیپ یا مشرۍ اړوند کتاب لولو، باید د دوني ژوند او کردار مطالعه کړو. دوني په دې ښه پوهیږي چې باید څنګه مخکې ولاړ شي.”

virat-and-dhoni.jpg
نوموړی زیاتوي،د یو مینوال په صفت زه د ده لوبه ګورم،دا حق زما نه جوړیږي چې په اړه یې خپل سری قضاوت وکړم.
د دې فلمي ستوري په وینا دوني یو غوره ویکټ ساتونکی توپ وهونکی دی او زیاتره هغه لوبو کې چې هند د پاکستان خلاف کړي دي،د ده په خبره دوني پکې ښه کریکټ کړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی