د اصغر افغان د لېرې کېدو اوازې او دریځ یې

د ډېری فیسبوک کاروونکو پر ګڼونونو یا اکاونټونو د اصغر افغان د لېرې کېدو اوازې خپرې شوي او ډېرو دا لیکلي، چې دا یې وخت نه دی، چې له لوبډلمشرۍ لېرې شي.

خو خلک دې پوه وي، چې که کرکټ بورډ اوس اصغر افغان لېرې کوي، نو د اصغر افغان به ورسره سل سلنه خوښه وي، چې لوبډلمشري پرېږدي.

بله خبره دا ده چې که اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې کېږي، نو خوښه او مشوره به د اصغر افغان وي.

علتونه

تر اوسه چې اصغر افغان لوبډلمشري کوله، نو د افغان لوبډلې لوبې له کوچنیو او د نړۍ له ښکته لوبډلو سره وې؛ یعنې ایرلېنډ، نېدرلېنډ، عربي متحده امارات، سکاټلېنډ او زِمبابوې چې نسبت زمونږ لوبډلې ته کوچنۍ دي، ځکه زمونږ لوبډله نسبت دوی ته ژر مترقي شوه.

افغان لوبډله چې ۲۰۱۰ کې په سکرین ښکاره شوه؛ نو د خلکو علاقه له کرکټ سره خورا زیاته وه او هرچا د لوبو لیدلو او د لوبغاړو د تشویق لېوالتیا لرله؛ خو په دې وروستیو کې د افغان لوبډلې مینوال کم شوي او یو څو ځانګړي لوبغاړي خاص مینوال لري.

دې تېر وخت کې اصغر د لوبډلمشرۍ د اخیستلو هڅه کوله، نو لوی علت یې په افغانستان کې د معاصر کرکټ نوی والی او د خپلې ملي لوبډلې لېوالتیا وه، چې زیاتې لوبې یې وګټلې.

اصلي او عمده دلیل یې دا دی، چې هغه وخت افغان لوبډلې له کوچنیو لوبډلو سره لوبې کولې او مونږ افغانان سل سلنه باوري یو، چې له ایرلېنډ، زِمبابوې، سکاټلېنډ، اماراتو، بوتان او کوېټ نه لوبې ګټو؛ نو اصغر خو بیا بشپړ باوري وو، چې لوبې ګټي او دې کې د ده د لوبډلمشرۍ صفت او ستاینه حتمي وه.

لکه اوس چې ډېری افغانان په دې عقیده دي، چې افغان لوبډله به بیا د اصغر په څېر لوبډلمشر ونه مومي.

دا یو څه حقیقت دی، چې د اصغر لوبډلمشري ښه وه او ښه والی یې په دې کې وو، چې افغانستان د تکړه لوبغاړو په مرسته، لکه راشدخان، محمدنبي، مجیب الرحمن، شهیدي، رحمت شاه، نجیب الله ځدران، شهزاد، دولت ځدران، افتاب عالم او نورو د ښه لوبېدو په صورت کې لوبې ګټلې.

اوس د اصغر افغان د لېرې کېدو او هم خپله له لوبډلمشرۍ د لاس په سر کېدو علت دا دی، چې له دې وروسته به مونږ له اماراتو، زِمبابوې، ایرلېنډ، سکاټلېنډ او نمېبیا سره لوبې نه کوو، بلکې یو بل پړاو او سټېج ته داخل شوي یو.

چې دې سټېج کې د افغانستان په څېر د یوې نوې لوبډلې مخکې تګ د هر لوبډلمشر په شتون کې خورا له ستونزو ډک دی، که اصغر افغان لوبډلمشر وي، هم به افغانستان ماتې خوري او که راشدخان، محمدنبي او یا هم ګلبدین وي، نو د لوبو د بایللو امکانات یې ۹۰ سلنه دي.

نو کله چې یوه لوبډله مخکې نشي تللی او له لوړو لوبډلو لوبې نشي ګټلی؛ نو هم لوبډلمشر او هم لوبډله د هېوادوالو له منفي غبرګونونو سره مخ کېږي.

یو مثال یې دا دی شته، د بنګله دېش لوبډله چې نسبت زمونږ لوبډلې ته ښه لوبېږي، نو تازه یې د نیوزیلېنډ خلاف په درې یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ماته وخوړه.

بل پلو سریلانکا او ویسټ انډیز چې مونږ ته کمزورې لوبډلې ښکاري؛ خو نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې مونږ ته سترې ماتې راکړې او بیا هم کېدای شي، چې مونږ ته ماتې راکړي.

دا چې مونږ دې ټولو لوبډلو سره تر ۲۰۲۳ کال پورې مخ یو، نو زمونږ د ماتو امکانات زیات دي، چې دا چاره هم لوبډلمشر او هم لوبډله اغېزمنولای شي.

نو اصغر افغان که اوس له لوبډلمشرۍ لېرې کېږي، دا به د کرکټ بورډ په خوښه نه وي، بلکې دی به د خپل نفوذ څخه په استفادې لوبډلمشري پرېږدي او د کرکټ بورډ رئیس به دې ته مجبوروي، چې دی له لوبډلمشرۍ لېرې کړي.

حسین حقاني: پاکستان دې نه خوشاله کېږي، له ستر خطر سره مخ دی

by هوسۍ لؤنګ in افغانستان

افغانستان کې وروستي تحولات پاکستان ته د خطر زنګ دی. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو په تقلید پراخ فعالیتونه ... نور ولولئ