ایا له سقط/ زیان وروسته د نورو سقطونو امکان شته؟

ډېری زیانونه په لومړي ترایمستر(لومړیو درېیو میاشتو کې) د جنین او یا القاح شوې تخمې د ستونزو له امله رامنځته کېږي او مور کومه ستونزه نه لري. ډېری میندو چې د ماشوم سقط تجربه کړی، د نورو ماشومانو ضایع کېدو ته اندېښمن دي، خو له نېکه مرغه زیاتره کسان چې لومړي ترایمستر کې سقط کړی، په ډېرې اسانۍ توانېدلي چې بیا ځلي حامله شي او روغ او سالم ماشوم نړۍ ته راوړي.

که چېرې ستاسې روغتیاپال/ه تشخیص کړي چې ستاسې سقط د خاصي ستونزې له امله دی؛ معمولا د دوه یا درې ځلي سقط وروسته به تاسې یوې متخصصې ته راجع کړي.

متخصصه به د بېلابېلو معایناتو سره د پېژندل شوې ستونزې شتون وڅېړي او تاسې به د هغوی د مراقبت او درملنې لاندې اومېندواره شﺉ.

د ماشوم د سقط او لاندې ستونزو په صورت کې، غوره ده مور د بیا اومېندوارۍ لپاره یوې متخصصې ته مراجعه وکړي او د متخصصې روغتیاپالې د درملې لاندې د بیا حمل لپاره اقدام وکړي:

دوه ځلي پرله پسې سقطونه

د ٣٥ کلنۍ لوړ عمر

د مزمنو ناروغیو شتون لکه شکر یا د وینې لوړ فشار

په مور یا پلار کې د اولاد راوړلو د ستونزو مخینه