اپریل 11, 2021

ابهشیک بچن فلمۍ نړۍ په بیا راتګ د ځان صفتونه شروع کړل !

Advertisements

د هندۍ سینما وتلی ستوری ابهشیک بچن رسنیو سره په خبرو کې د خپل ځان صفتونه کړي او زیاته کړې یې ده چې دی یو ډېر ښه فلمي ستوری دی.
ابهشیک بچن له کلونو وروسته یو ځل بیا فلمي نړۍ ته راګرځيدلی او سم دستې د یوه فلم لپاره په شوټینګ بوخت دی.
ابهشیک بچن د هندۍ سینما د مشهور او نامتور فلمي ستوري امیتابهـ بچن زوی دی او د نړۍ د ښکلا د پخوانۍ ملکې او د هندوستان د فلم نړۍ د مشهورې ستوري ایشوریا رائی خاوند دی.
نوموړي له کلونو وروسته بیا فلمي ډګرته راګرځیدلی خو د بیرته راتګ سره سمدستي یې د خپل ځان صفتونه کړي.
ابهشیک بچن وایي، د ده په کارکردګۍ د بالیوډ کنګ شاه رخ خان هم قانع دی او ورته یې ویلي چې دا د یوه ښه فلمي لوبغاړي په حیث پېژني.
هندۍ رسنۍ وایي، ابهشیک بچن په یوه مرکه کې ویلي چې دی یو کس ډېر ښه پيژني او هغه د بالیوډ بې تاجه بادشاه شاه رخ خان دی او زیاتوي چې شاه رخ خان ورته همېشه وایي(که هر څومره ښه اداکاري هم وکړي نو نور زحمت هم وباسه).
ابهشیک بچن زیاتوي چې په ځواب کې دی ورته وایي چې(( زه خپل کار ښه کوم او زه چې هر څنګه کار وکړم نو خلک هغه خوښوي)).
نوموړي زیاته کړې، دا یو تریخ حقیقت دی که دې فلم څومره هم ښکلی او مینوال هم درته ډاډ درکړي او تشویق دي کړي مګر بیا هم زړه نه مني چې کارکردګي دې ۱۰۰ سلنه له نیمګرتیاو خالي وي.
دی زیاتوي چې دا هم رښتیا ده چې کله یې هم سخت رول نه دی ادا کړی، خو څه مې چې وړاندې کړي خلکو خوښ کړي.
د یادولو ده چې فلمي ستوري ابهشیک بچن شاوخوا دوه کاله وروسته بېرته فلمي نړۍ ته راغلی، اوس مهال سینما د دغه د یوه فلم د خپرېدو لپاره انتظار باسي.
په دغه فلم کې د ابهشیک بچن سره مرکزي رول کې د بالیوډ ځوانه اداکاره تاپسي پنوں کار کوي.
ټاکل شوې دغه فلم په همدې ورځو کې د سینما پر پردو ښکاره شي.

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ