پاکستانی لوبغاړی، د هندي لوبغاړي تخنیکونه کاروي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې نوی پیلوونکی لوبغاړی عابدعلي غواړي، چې د هندي مشهور او نامتو کرکټ لوبغاړي سچېن ټېنډولکر له تخنیکونو ګټه واخلي او نړیوال جام کې اغېزناکه لوبه وکړي.
عابد علي د یکشنبې په ورځ ویلي، دی د سچېن ټېنډولکر له توپ وهنې متاثره دی او غواړي چې د هغه په شان په پاکستانیانو کې محبوبیت ومومي.
عابد علي وایي دا د ټېنډولکر د توپ وهنې په اړه معلومات لري او یا یې هم معلومات ترلاسه کړي دي.
پاکستان څو ورځې وړاندې نړیوال جام ته پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په نړیوال جام کې یې عابد علي او حسنېن نوي لوبغاړي هم د لوبېدو لپآره اخېستي دي.
عابد علي د اسټرالیا خلاف عربي متحده اماراتو کې په خپله لومړۍ لوبه کې سلیزه ووهله او د پاکستاني کرکټ بورډ د پام وړ وګرځېد.
عابدعلي ویلي غواړي د نړیوال جام لپاره د اغېزناکې توپ وهنې په موخه له هندوستاني سچېن ټېنډولکر څخه د موثرې توپ وهنې معلومات ترلاسه کړي.
ټېنډولکر د کرکټ په نړۍ کې یواځېنی لوبغاړی دی، چې په ټولو ډولونو لوبو کې یې سل سلیزې وهلي دي او د سلیزو پاچا لوبغاړی یادېږي.
عابد علي په داسې حال کې له ټېنډولکر څخه د لا زیاتو معلوماتو هیله کړې، چې پاکستان او هندوستان په هره برخه کې سره کړکېچ ته رسېدلي او د دوی کرکټ یې هم اغېزمن کړی دی.

بل پاکستان په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د جون په اوومه نېټه له سریلانکا سره لري او له هند سره بیا د جون په ۱۶ مه نېټه مخ کېږي.
ریوي شستري، چې د هندۍ لوبډلې روزونکی دی ویلي، چې ټېنډولکر باید د معلومات ورکړې په برخه کې احتیاط وکړي.
بل پلو افغانستان او پاکستان چې اوسمهال له ضده ډکه لوبه نندارې ته وړاندې کوي، دواړه لوبډلې په نړیوال جام کې د جون په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ مخ کېږي او افغان لوبډله له هغې وړاندې د می په ۲۴ مه نېټه له نړیوال جام وړاندې پاکستان سره یوه تمریناتي لوبه هم کوي.
اخوا بیا محمدحفیظ ویلي چې دی یو اوپنر توپ وهونکی دی او باید پاکستان لپاره اوپننګ کې ولوبېږي.
د امام الحق او فخرزمان په راتګ سره د محمدحفیظ رول او ارزښت کمرنګه شوی دی او یو ځل بیا غواړي، چې ځان د ټاپ ارډر توپ وهونکي په توګه وښيي.
باید یاد شي چې ټېنډولکر تر اوسه د عابد علي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. دا چې هغه ته به ټېنډولکر معلومات ورکړي کنه، معلومه نه ده.