افغانستان سیاست مخکښان

عبدالرب رسول سیاف (ژوندلیک)؛ هغه څنګه د کمونیستانو له زندانه ووت؟

ژباړه: ملیحه ناصري

استاد سیاف د فقیر محمد زوی په ۱۳۲۳ل. ل کې چې له ۱۹۴۵ز سره برابر دی د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. شپږ کلن و چې پلار یې ومړ. لومړنۍ زده‌کړې یې د پغمان په ابتداییه ښوونځي کې په اووه کلنۍ پیل کړې. ۱۳۳۵ل کې یې لومړنۍ زده‌کړې همدلته پای ته ورسولې. تر دې وروسته ابن سینا لیسه کې شامل شو، دوه کاله یې دلته تېر کړل. بیا ابوحنیفه ته ولاړ او منځنۍ زده‌کړې یې هلته وکړې. ۱۳۴۶ل کې په لوړو نومرو فارغ التحصیل شو.

دوه کاله په پوځ کې سرتېری و. تر دوو کلونو عسکرۍ وروسته په ۱۳۴۸ل کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د علمي پلاوي غړی او علمي کادر شو.

دوه کاله یې دلته استادي وکړه. په ۱۳۵۰ل ل کې د ځينو خلکو په غوښتنه او مذهبي نفوذ، مصر ته لاړه. هلته د لوړو زده‌کړو په پار الازهر کې پر تحصیل بوخت شو.  داسې ویل شوي چې ښاغلی سیاف د ملک فهد ټولیګوال او ملګری و. رسول سیاف په الازهر معتبره مذهبي پوهنتون کې د حدیث برخه کې ماسټری وکړه او بېرته افغانستان ته راغی.

د ښاغلي سیاف په اړه ویل کېږي چې دی ډېر لایق و او درسونو کې یې زیار کښه. کله چې الازهر ته لاړه، له همغه لومړیو تر پایه اولنمره و. کله چې افغانستان ته راغی سیاسي ژوند یې پیل شو.

د کمونیزم او کمونیستانو پر وړاندې یې توندې ویناوې کولې، تل به له دینه غږېده. په ویناوو کې یې پر دولت نیوکې کولې. همدې وخت کې د (لیګل ټرېنېنګ) په نامه د امریکا یوه بورسیه ورته وخته، د امریکا پر لور وخوځېد؛ خو په هوايي ډګر کې تر تلو مخکې د حکومت ضد ویناوو، د حکومت ضد د خلکو د پارولو په جرم ونیول شو، ۶ کاله قید پرې وخوت.

په ۱۳۵۸ل کې د زندان ټول اخوان المسلمین بندیان وویشتل شول؛ خو سیاف ځکه خوشې شو چې ظاهراً یې له حفیظ الله امین سره کومه خپلوي لرله. کله یې چې له پلچرخي زندانه خوشې کړ، پاکستان ته ولاړ، هلته جهادي تنظیمونو سره یو ځای شو. ښاغلی سیاف یو څه موده له دې تنظیمونو سره و؛ خو وروسته یې لاره ترې جلا کړه او د (اتحاد اسلامي افغانستان) پر نوم یې یو ګوند جوړ کړ چې مشري یې هم ده کوله.

د۳۰/۹/۱۳۶۱د نوي اتحاد په مشرۍ چې خپل ګوند یې هم پکې و، د ( اتحاد مجاهدین افغانستان) مشر شو. دویم ځل د ۱۳۶۱ په  کب میاشت کې دوه کاله پرله پسې د ( اتحاد مجاهدین افغانستان) رییس وټاکل شو. ۱۳۶۵ل ل کې د همدې ګوند ویاند و. سیاف ته پر همدې کال د عربستان د ( ملک فیصل) علمي-مذهبي جایزه ورکړل شوه. د لنډمهاله حکومت تر رغېدو وروسته د ۱۳۶۶ل ل له کب میاشتې د ۱۳۶۷ل د وري/حمل تر ۹مې د موقت دولت مرستیال و.

ښاغلی سیاف د کابل تر نیولو وروسته د ښاغلي مجددي په حکومتولۍ کې، پغمان ته ولاړ، هلته یې قومانداني جوړه کړه. د رباني واک ته رسېدو سره له هغه سره یو ځای شو. د ښاغلي رباني د دولت له سقوط سره سم، سیاف شمالي څنډو ته لاړه.

پر ښاغلي سیاف بدګوماني

کله چې طالبان پلازمېنې ته راغلل، ښاغلی سیاف شمال ته ولاړ. هغه ځای ته چې د احمد شاه مسعود په ولکه کې و. ویل کېدل هغو کسانو چې احمد شاه مسعود سره د خبریالانو په نوم لیدلي و( دی ترور کړی و)، لومړی یې له سیاف سره لیدنه کړې وه. احمد شاه مسعود د سیاف په وینا له دې خبریالانو سره مرکه کوله. دې خبرې لومړی د احمد شاه مسعود پلویان د سیاف په اړه شکمن کړل؛ خو ښاغلي سیاف او پخپله د مسعود کورنۍ دا مسله بلکل رد کړې وه.

د طالبانو حکومت چې ړنګ کړل شو، سیاف بېرته کابل ته راغی. هغه په بېړنۍ لویه جرګه او د اساسي قانون جوړېدو کې ګډون وکړ. بیا د کابل د خلکو په استازولۍ پارلمان ته نننووت. سیاف د ولسي جرګې مشرۍ ته نوماند و؛ خو له یونس قانوني نه، په څلورو رایو شاته پاتې شو.

له کرزي څخه یې ملاتړ

ښاغلی سیاف د انتقالي حکومت تر جوړېدو وروسته له خپلې ډلې را جلا او د حامد کرزي ملاتړی شو. په دویمو ټاکنو کې یې بیا د کرزي ملاتړي وکړه.

سره له دې چې خورا ډېر ورته وویل شول چې د دولت له تر ټولو مهم اپوزیسیون( جبهه ملي) سره یو ځای شي؛ خو ده ونه منله. تر مخکې دی د عبدالرسول سیاف په نوم مشهور و؛ خو د دې لپاره چې د خدای ج په نومونو کې رسول نه و، عبد هم بنده ګۍ ته وايي؛ نو خپل نوم یې له عبدالرسول سیاف نه( عبدالرب رسول سیاف) ته واړوه.

د دې لپاره چې غوره زده‌کړې لري، همفکران یې او نورو وګړي یې( استاد سیاف) بولي؛ ځکه چې د شرعیاتو استاد و. اوس یې هم ځينې مقالې او لیکنې په شرعیاتو کې تدریسېږي. ښاغلي سیاف په پاکستان کې د مهاجرانو لپاره یو پوهنتون جوړ کړ چې ( دعوت الجهاد) نومېده. هلته عرب، پاکستاني او افغاني استادانو تدریس کاوه چې یو یې هم پخپله و.

فعلاً په کابل کې یو پوهنتون لري چې( دعوت) نومېږي، د ښځو او نارینه‌وو څانګې یې سره جلا دي. ښاغلي سیاف کله چې خپل ګوند په عدلیې وزارت کې ثبتاوه، نوم یې وربدل کړ او د ( حزب دعوت) په نوم یې ورکړ

یو کتاب یې په پښتو لیکلی چې( عبرت درس) نومېږي بل یې په دري لیکلی چې( هشدار) نومېږي.

سرچینې: بېلابېلې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ