اپریل 11, 2021

د ارګ او پارلمان پراخ اختلافات؛ عبدالله او رحماني سره لیدلي

Advertisements
راپور: نسيمه محمدي

د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا رييس، د ولسي جرګې له رییس سره لیدلي.
عبدالله عبدالله، د ملي پخلاينې عالي شورا مشر په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې نوموړي د ولسي جرګې ریس مير رحمان رحماني سره ليدلي او خبرې اترې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:

د ولسي جرګې له رييس څخه د ناستې په پيل کې، وزيرانو ته د تاييد رايې ورکړې له امله منننه وکړه، خلک تمه لري، چې په بل پړاوو کې معرفي کېدونکو وزيران هم، د مجلس د تاييد وړ وګرځي.”

خبرپاڼه زياتوي، په دغه ليدنه کې د سولې د خبرو اترو وروستي بدلونه او د نظرياتو د تبادلې په اړه خبرې وشوې.
دا ليدنه داسې مهال تر سره کېږي، چې په وروستيو کې د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ شديد اختلافات، وروسته له هغې چې امرالله صالح د ولسمشر لومړي مرستيال، پارلمان په پراخه فساد تورن کړ، پيدا شول.
د دغو اختلافاتو وروسته، پارلمان د وزيرانو منل او د تاييد رايې ورکول، وځنډول.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ