د نیوزیلینډ پر جومات د برید کیسه؛ یوه افغان په تش ټوپک د لسګونه تنو ژوند وژغوره

سرچینه: العربیه نیټ
ژباړه: بشر دروېش
د تېرې جمعې پرورځ (د مارچ پینځلسمه) یوه افغان په نیوزیلینډ کې اتلولي وګټله.
عبدالعزیز په دې ورځ د لینووډ جومات ته له ننوتي بریدګر سره مقابلې ته ووت او هغه یې اړ ویست، چې له جوماته ووځي او د نورو لمونځ کوونکو له وژنې لاس واخلي.
په دې ورځ په هم مهاله توګه د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر النور او لینووډ جوماتونو ترهګریز بریدونه وشول.
د نیوزیلینډ چارواکو تایید کړه، چې په دغو پېښو کې ۵۰ تنه شهیدان او ۴۸ نور ټپيان شوي.
په شهیدانو کې د محمد داود نبي او مطیع الله ساپي په نوم دوه افغانان هم شامل وو.
افغان اتل څوک دی؟
د عبدالعزیز په نوم د لمونځ کوونکو ژغورنکی افغان اتل ۴۸ کلن دی. هغه په پلازمېنه کابل کې زیږیدلی او له نوې ځوانۍ څخه یې نیوزیلینډ د پاتې ژوند لپاره غوره کړی.

هغه په جومات کې د یوه وسله وال ترهګر مقابلې ته ووت او هغه یې د نورو لمونځ کوونکو لاس په سرکیدو ته اړویست.
عبدالعزیز ته مسلمانانو او خلکو (د لمونځ کوونکی ژغورنکی) لقب ورکړی.
دی وایي: که د ده پرځای هربل څوک وای، باید همداسې یې کړي وای.
عبدالعزیز رویټرز خبري اژانس ته وویل:((کله چې بریدګر له ټوپک سره ولیدم، خپل ټوپک یې وغورځوه او د موټر پرلور یې منډه واخیسته. زه هم پسې ورغلم،هغه وتښتید او کنځلې یې راته وکړې)).
د ملا امام غبرګون
د لینوود جومات ملاامام لطیف حلبي اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل: که عبدالعزیز مېړانه نه وای کړې، د جومات د قربانیانو شمېر به نور هم زیات و.
حلبي زیاته کړه: ((د جمعې د لمانځه پر وخت ۲ بجې وې، چې له باندې مې د چېغو غږونه واوریدل، لمونځ مې وځنډوه او د کړکۍ خوا ته لاړم، وینم چې یو تور لباسه سړي څو کسه وژلي او جومات ته غواړي ننوځي. له دې صحنې څخه وروسته مې عبدالعزیز ولیده، چې د بریدګر پر لور لاړ او ټوپک یې ورته ونیوه( د عزیز ټوپک مرمۍ هم نه لرلې) بریدګر د عزیز په لیدو په غوسه شو او وتښتیده)).
د یادونې وړ ده، چې افغان عبدالعزیز دغه جومات ته له خپلو څلور زامنو سره د جمعې لمانځه لپاره تللی و.
هغه له دغې مېړانې سره هم د ځان، هم زامنو او هم لسګونه نورو کسانو ژوند وژغوره.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ