بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ وزش او تمرین

عبدالسمیع فیضي د ازادو رزمي سیالیو په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام واخیست

یاران سپورټس

عبدالسمیع فیضي په بېله‌روس کې د رزمي ازادو سیالیو اتم سازمان ایم ایم آی کې لومړی مقام واخیست.

هغه پر خپله فېسبوکپاڼه ویډیو کې ویلي، چې ده خپل ډېر سیالان مات کړي او لومړی مقام ورته ورکړل شوی دی.

عبدالسمیع فیضي چې د هېواد د رزمي سیالیو تکړه لوبغاړی دی، د نیو فایټېنګ جېنېرېشن یا د نوي نسل رزمي سیالیو برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

هغه په بېله‌روس هېواد کې د نړۍ اتم سازمان ایم ایم آې کې دا مقام خپل ترلاسه کړی دی. نوموړی په لسو غوره لوبغاړو کې په ۷۷ کیلو ګرام وزن کې لومړی مقام خپل کړی دی.

عبدالسمیع فیضي وایي، چې ده کوم کپونه یا جایزې ترلاسه کړي، دا یې د خپلو سیالانو په پایله کې ترلاسه کړي دي، چې د افغانستان لپاره ویاړ دی.

ما په بېله‌روس هېواد کې خپل سیال مات کړ، چې د نړۍ لسو غوره هېوادونو لوبغاړو کې مې لومړی مقام خپل کړی، دا د افغانستان او هېوادوالو لپاره ویاړ دی.

هغه له خپل استاد څخه هم مننه کړې، چې د بېله‌روس لوبو ته یې ور دننه کړ.

نوموړي د خپلو نورو راتلونکو سیالیو په اړه هم معلومات ورکړي، هغه وایي اوکراین هېواد کې د نړۍ څلورم غوره سازمان کې لوبې لري او راتلونکو دوو میاشتو کې به یې سیال په ډاګه شي.

عبدالسمیع فیضي د افغانستان په استازولۍ لسګونه ازادې رزمي سمیه‌ییزې او نړیوالې مسابقې کړي، چې د افغانستان لپاره یې اتلولي ترلاسه کړي دي.

 

sami1.jpgsam.jpg

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ