رسنۍ سپورټ وزش او تمرین

افغان اتل سمېع فيضي د ايټالوي سيال په وړاندې

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د فري فايټ سياليو افغان اتل د خپل ايټالوي سيال په وړاندي لوبه کوي.

د کرونا وېروس د خپرېدو سره سم په نړيواله کچه ورزش په ټپه ودرېدی او هيڅ ډول سيالۍ نه ترسره کېدلې،خو دا چې اوس دا وبا د کمزورۍ په حال کې ده يا هم په ځينو هيوادونو کې بيخي له منځه تللې نو د فري فايټ لوبو ته هم اجازه ورکړل سوې.

افغان مشهوره اتل عبدالسمېع فيضي چې د کرونا وېروس له امله یې ډېر وخت کېږي چې لوبه نده ترسره کړې د قرنطین پر مهال هم کرار ندی کښېنستلی.

نوموړي د قرنطین پرمهال خورا سخت تمرينات ترسره کړي چې په خبره يې د لوبو لپاره پوره چمتوالی لري.

عبدالسمېع فيضي چې د راتلونکې نومبر مياشتې په اوومه نېټه د خپل ايټالوي سيال لیونارډ ډامياني سره د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې لوبه ترسره کوي پرخپل فيسبوک اکاونټ ليکي:

” وطنوالو بلاخره زموږ او ستاسې د مودو انتظار تمام شوو
دا هم زما سیال او زموږ فایټ کارت
له ایتالیایی سیال سره په 7 د نومبر لوبه کیږي یعني 38 ورځی وروسته
د لوبې ځای دوبی امارات / جیمره بیچ هوټل
هغه افغانان په دوبی که میشت وروڼه چې غواړې زما لوبه له نیږدې وګوري کولای شي زما د ملاتړ لپاره د لوبې ځای ته راشی 🙏🇦🇫
ځای لری چې له استاد وحید الله امیری څخه د زړه له تله مننه وکړم چې دا ستره لوبه یې راته جوړه کړی 🇦🇫❤️

وطنداران عزیزم سلام
بلاخره انتظار همه مان به پایان رسید و این هم فایت کارت و حریفم
تاریخ مسابقه 7نومبر یعنی 38 روز بعد بخیر
مکان مسابقه دوبی امارات / جیمره بیچ هوتل .
برادران که میخواهد مسابقه من را از نزدیک در دوبی تماشا کند میتواند به جای مسابقه بیاید تشکر 🇦🇫
جای دارد قلبا تشکری بکنم از استاد وحید امیری که
این فایت خیلی به سطح بالا را برایم تنظیم نمودن 🇦🇫❤️”

هېره دې نه وي چې عبدالسمېع فيضي د ان اف جي د ۷۷ کيلو وزن په لوبغاړو کې لومړی مقام د ځان سره لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ