د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او نامتو توپوهونکي اي بي ډیویلرز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې زه د کرکټ په برخه کې همداسي فټ او چمتو پاتېږم.
ډیویلرز زیاته کړه، چې د راتلونکي په اړه معلومات نلري، خو هڅه کوي د کرکټ په برخه کې د پخوا په شان پاتې شي او د کورونا ویروس څخه راوروسته به یو ځلې بیا کرکټ ته ښه راستون شي.
کورونا ویروس له تېرو څو میاشتو راهیسي هر ډول لوبې یا هم وځنډولې او یا یې هم لغوه کړې.
ډیویلرز د ۲۰۱۸م په مې میاشت کې له نړیوال کرکټ سره په ناڅاپې ډول مخه ښه وکړه.
هغه په یوې ویډيو کې ویلې وه، چې نور ستړی شوی او غواړي استراحت وکړي.
د تېر ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام مخکې هغه یو ځلې بیا ملې لوبډلې ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی وو، خو د سویلي افریقا کرکټ بورډ ونه منله.
اوس هم داسي راپورونه ورکول کیږي، چې ممکن هغه یو ځلې بیا خپلې ملې لوبډلې ته راستون شي.
ډیویلرز وړمه ورځ د سویلي افریقا په تازه جوړو سوو سیالیو کې خورا ښه وځلېد او په یوه لوبه کې یې د ۲۴ توپونو په مټ ۶۱ تیزي منډې جوړې کړې.
۳۶ کلن اي بي ډیویلرز د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۵۷۷ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۶۷۲ منډې جوړې کړې دي.
په نړیواله سطحه دغه نامتو لوبغاړی د خپلې ملې لوبډلې ترڅنګ د سویلي افریقا، هندوستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش، پاکستان، انګلستان او اسټرالیا په لیګونو کې لوبېدلی.
روسیه: له تور لېست څخه د طالب مشرانو ایستل تر وخت وړاندې خبره ده
روسیې ویلي له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده. د روسیې د ملي امنیت شورا غړو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي