ډیویلرز بیرته نړیوال کرکټ ته راستنیږي؛ تاسي څومره پرې خوښ یاست؟

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی ډیویلرز په یوې تازه مرکه کي ویلې، چمتو دی، تر څو نړیوال کرکټ ته یو ځل بیا راشي او د خپلي ملې لوبډلې سره، چې ډېره ورته اړتیا لري یوځای شي.

ډیویلرز په خپلي یوې تازه مرکه کي ویلې، چې په دې تړاو د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې د روزونکي مارک بوچر سره به د هند تر آی پي ایل سیالیو وروسته په بشپړه توګه وږغیږي.

دا خبري وروسته له هغه تودې شوي، چې مارک بوچر له ډیویلرز څخه غوښتي، تر څو بیرته نړیوالو لوبو ته راوګرځي او د کرکټ په شل اوریزه نړیوال جام کې له ملې لوبډلې سره ولوبیږي.

 

له نړیوال کرکټ سره د ډیویلرز مخه ښه

 

د نړۍ دې مخکښه توپوهونکي د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې په ناڅاپي ډول یوه ویډیو خپره کړه او پکې د یوې ناڅاپي پريکړي په کولو سره یې د هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

ډیویلرز چي نړیوالو سیالیو کې یې په خپلو جالبو لوبو او شاټونو مینوال ډېر ځانته جلب کړي وه، پر یادي پرېکړي یې ډېر حیران کړل او ډېره خواشیني یې څرګنده کړه.

خو ډیویلرز په یاده ویډیو کي ویلې وه، چي نور ستړی شوی او دا مناسب وخت دی، چي د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړم.

 

په ملې لوبډله کي د ډیویلرز لوبې

 

ډیویلرز د ۲۰۰۴م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پوري د سویلي افریقا هیواد په کرکټ ملې لوبډلې کې ولوبېد، چي د یادې لوبډلې لپاره یې ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۴۱ بیا فرسټ کلاس لوبې کړې دي.

ډیویلرز په فرسټ کلاس لوبو کې ۸۷۶۵ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۵۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۷۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۰۶۸۹ منډې جوړې کړې دي.

شاوخوا پنځه کلونه وړاندې ډیویلرز په یو ورځنیو سیالیو کي تر ټولو لوبغاړو چټکه سلیزه ووهله او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انډيز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخې سلیزه ده.
۵ کاله مخکې په هماغه لوبه کې ډیویلرز په ۴۴ توپونو تيزې ۱۴۹ منډې وکړې، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۹ یې بیا څلوریزې په کې ووهلې.