سپورټ کرکټ کرونا

اې بي ډيولرز: ځانونه په خپلو کورونو کي قرنطين کړئ!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د کريکټ د نړۍ مشهور لوبغاړی اې بي ډيويلرز وايي خپل ځانونه د کرونا د وژونکي ويروس څخه وساتئ او په خپلو کورونو کي پاته سئ.

اې بي ډيويلرز چي يو ځل بيا یې د سويلي افريقا د کريکټ بورډ سره موافقه کړې چي نړيوال کريکټ به پيلوي په يو ويډيويي پيغام کي د کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه سپارښتني کړي.

ډيويلرز ويلي” زه او ميرمن مو په خپل کور کي قرنطين يوو او څو اونۍ کيږي په خپل کور کي يوو،تاسو هم خپل ځان او کورنۍ ددې وژونکي ويروس سره مبارزه وکړئ.

نوموړي ويلي ژوند مهم دی نو اړتيا ده چي له خلکو څخه ليري پاته سو او ځان وساتو،خپل لاسونه ډير ځلي په صابون پريوئ.

په نړيواله سطحه اکثرو کريکټرانو او مشهورو څيرو د کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه بيلابيل پيغامونه خپاره کړي.

په سويلي افريقا کي ۱۱۷۰ کسان په کرونا ويروس اخته سوي او يو کس مړ سوی دی.

لاندي لينک کي د اې بي ډيولرز سپارښتنئ وګورئ:

https://www.instagram.com/p/B-PVw6Lgu3M/?igshid=1nb68hg98nc4g

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ