سپورټ کرکټ

د ای ډویلیرس فوم او کرکټ کې یې د پاتې کېدو اړتیا

ډیویلیرس چې په ۳۶۰ لوبغاړي مشهور دی، د شنبې په ورځ یې د جنوري په ۲۵ مه نېټه یې ثابته کړه، چې د عمر پنځه دېرشم پسرلی یې لا هم د کرکټ تقاضا پوره کولای شي او لوبغالی په ښکلو شپږیزو ګرم ساتلی شي.

د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د دغه افریقایي لوبغاړي شتون د کرکټ مینوال یو ځل بیا خوښ کړل؛ دغه مینوال یې د شنبې په ورځ بیا هلته ډېر خوښ کړل، کله یې چې د بېګ باش لیګ ۵۳ مه لوبه کې د مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې خلاف یې توپاني بېټېنګ وکړ.

ډیویلیرس په ۳۷ توپونو د ۶ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۷۱ منډې وکړې او د برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې هدف یې تر ۱۸۶ منډو ورساوه.

نوموړي د نړۍ د ستر کرکټ لوبغالي ( مېلبورن ) هرې خواته سترې شپږیزې او شاټونه ولوبول.

خپل مینوال یې خوښ کړل او ډیویلیرس یې په چک چکو ونازاوه.

په وروستیو کې لوبه برېسبین هیټ لوبډلې په ۷۱ منډو وګټله او همدمره منډې، چې دوی پرې لوبه وګټله، دا ډیویلیرس جوړې کړې وې.

ډیویلیرس د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته او لوبډلې یې د بري په صورت کې دوه نومرې ترلاسه کړې.

د ډویلیرس فوم هغه ته دوه ګټې رسوي

لومړی دا چې ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام په اسټرالیا کې کېږي او د اسټرالیا په لوبغالو اوس مهال د هغه ځلېدل افریقایي لوبډلې ته هغه بېرته راوستلی شي او نړیوال جام کې یې ښایي ولوبوي.

دوه یمه ګټه دا ورته رسوي، چې د آې پي ایل لوبډله یې ( بنګلور ) به ورته لا ډېره اړتیا پېدا کړي؛ ترڅو د ده په غاړه ډېر بار واچوي او آې پي ایل کې هم ښه ولوبېږي.

اوس د اسټرالیا کرکټ بورډ په رسمي وېب سایټ کې لیکل شوي.

ABdV dazzles as desperate Heat hand Stars a hiding

ژباړه: د ای بي ډیویلیرس توپ وهنې د هیټ لوبډلې هیلې روښانه کړې او د سټارز لوبډلې هیلې یې تیاره یا خړې کړې.

یعنې ده په خپله توپ وهنه برېسبېن هیټ لوبډلې ته بری ورکړ او د مېلبورن سټارز کرکټ هیلې یې ورژولې.

د نوموړي دا چټکه توپ وهنه د کرکټ نړۍ ته دا پېغام ورکوي، چې دغه افسانوي او کم ساری لوبغاړی لا هم کولای شي، چې د کرکټ نړۍ ته په ښکلې لوبه ویاړ وروبخښي او د کرکټ نړیواله شورا پرې وویاړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ