سپورټ

د کرکټ نړۍ بې رحمه توپ وهونکي مینه والو ته بد خبر واوروه

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې د توپ وهنې بې رحمه توپ وهونکي «اي بي ډيویلیرز» په ناڅاپي ډول د خپل نړیوال کرکټ پریښودو پریکړه وکړه.

نوموړي د ټولنیزو شبکو خپلو رسمي پاڼو ټویټر او فیسبوک څخه خبر ورکړ، چې نور به په نړیوال کرکټ کې نه لوبیږي.

ډیویلیرز په یوې خپرې شوې ویډیو پیغام کې ویلي، د نړیوال کرکټ پريښودو پریکړه ورته اسانه نه ده، خو وخت را رسیدلی، چې نورو لوبغاړو ته ځای پریږدي.

نوموړي په دغه خپرې شوې ویډیو کې دا هم ویلي، چې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ پنځوس اوریزه او ۷۸ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د لوبیدو وروسته ستړی شوی دی او پر وینا یې همدومره نړیوال کرکټ ورته بسنه کوي.

د کرکټ نړۍ دغه مشهوره توپ وهونکی، چې د خپلې بهترینه چټکې لوبې د ترسره کولو له کبله یې بې شمیره مینه وال درلودل؛ د نړیوال کرکټ د پریښودو دغې پریکړې په اورلو سره یې مینه وال خواشیني شوي دي.

د دغه لوبغاړي د رسمي فیسبوک پاڼې څخه د ویډیوي پیغام د خپریدو وروسته یې مینه وال خواشیني کړي دي او ترې یې غوښتي، چې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو پورې خپل کرکټ ته دوام وکړي.

د «اي بي ډيویلیرز» نړیوال کرکټ د پریښودو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «آي پي ایل» سیالیو یولسم پړاو کې د بنګلور لوبډلې لپاره ولوبید، خو د خپل نړیوال کرکټ پریښودو په اړه یې هیڅ نه ویل.


نوموړی د کرکټ په ډګر کې هغه لوبغاړی شمیرل شوی دی، چې د ویسټ انډیز خلاف یې په ۲۰۱۵ م کال کې د ۳۱ توپونو لوبولو سره د نړیوال کرکټ تیز ترینې سلیزې ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړی دی.

همدا راز نوموړي د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله لپاره په ټیسټ لوبو کې د لوبیدو پرمهال ۲۲ او ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۵ سلیزو جوړلو ریکارډ په خپل نوم پریښود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی