سپورټ کرکټ

د ای بي ډیویلیرس ژوند او کرکټ؛ د هغه کلنی عاید او خیریه کارونه یې

ای بي ډیویلیرس د نړۍ په کچه یو مشهور کرکټ لوبغاړی دی، چې د نړۍ ټول کرکټ مینه‌وال یې پېژني او لوبې یې ننداره کړي دي.

هغه له ۲۰۰۴م څخه تر دې دمه په کرکټ کې بوخت دی او لا هم په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.

موږ د ډیویلیرس د ژوند او نورو برخو په اړه معلومات درکوو.

ای بي ډیویلیرس او ژوند یې

د ډیویلیرس بشپړ نوم ابرهم بېنجامېن ډیویلیرس دی، دی د سویلي افریقا اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۹۸۴م  کې د سویلي افریقا په ټرانسوال سیمه کې زېږېدلی دی.

ډیویلیرس اوسمهال ۳۵ کاله عمر لري.

 

نوموړي ۲۰۰۴م کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لپاره کرکټ پیل کړ او تر ۲۰۱۸م  پورې له دې لوبډلې سره مل و.

۲۰۱۸م کې له لوبډلې څخه تقاعد شو او یوازې نړیوال سوداګریز کرکټ لیګونه لوبوي.

د ډیویلیرس کلنی عاید

د نېټ ورت ټاټ په نامه یوه وېبپاڼه لیکي، چې ډیویلیرس د کال ۳ میلیونه امریکايي ډالر عاید لري چې دا پېسې دا په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو او نورو برخو څخه لاسته راوړي.

ډیویلیرس هر کال آې پي ایل کې په اوسط قېمت پلورل کېږي.

ډيویلیرس د ۳۵ کلنۍ په عمر اوس ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر لري او د افریقايي کرکټ لوبغاړو په منځ کې څلورم غني یا بډای لوبغاړی دی.

ډیویلیرس سربېره پر کرکټ دوو سوداګریزو کمپنیو اډي کیو ۷ او بي ایم ډبلیو ۵ کمپنیو سره د مالکیت برخه‌وال دی.

نوموړی اوسمهال د سویلي افریقا په ډوربین سیمه کې په لوړه کچه جوړ شوی کور لري، چې میلیونونه ډالر قېمت لري.

د ډیویلیرس خدمات

له کرکټ سربېره یې خیریه بنسټونه جوړ کړي او غریبو وګړو ته یې د تعلیم کولو زمینه برابره کړې ده.

د ډیویلیرس زده‌کړې

نوموړي عالي لېسه د افریقا په پروېټوریا سیمه کې ویلې ده او د سویلي افریقا د لوبډلې اوسنی لوبډلمشر فاف ډوپلیسي یې ټولګیوال و.

ډیویلیرس پلار د رګبي لوبغاړی او ډاکټر هم و او ډیویلیرس هم لومړیو کې د رګبي لوبه کوله، خو پلار یې نوموړی کرکټ ته تشویق کړ.

ډیویلیرس په ۲۰۱۲م کې له ډانیل ډیویلیرس په نامه له خپلې ملګرې سره د هندوستان په تاج محل کې واده وکړ.

 

ښځه یې یوه ټولنیزه فعاله ده.

ډیویلیرس دوه زامن لري، چې ابراهم ډیویلیرس جونیر او ریچارډ جان ډیویلیرس نومېږي.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ