اپریل 11, 2021

په IPL کې د ډیویلرز غوره شوې لوبډله؛ یو افغان هم پکې شته!

Advertisements

د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې اي بي ډي ویلرز د هندوستان په کورنیو آی پي ایل سیالیو کې خپل د خوښې یوه ۱۱ کسیزه لوبډله ټاکلې.
په یاده لوبډله کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان هم شته، چې د ډيویلرز لخوا غوره شوی.
یاده ۱۱ کسیزه لوبډله په دې ډول ده:
وریندر سیواګ، روهیت شرما، ویراټ کوهلي، اي بي ډیویلرز، بین سټوکس، ایم ایس ډوني، رویندرا جدیجا، راشدخان، بونیشور کمار، کیګسو ریباډا او جسپریت بومرا.
په دې لوبډله کې اي بي ډیویلرز لوبډلمشري د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني کپتان ایم ایس ډوني ته ورکړې.
د هغه ترڅنګ ایم ایس ډوني ته ویکټ ساتنه هم ورکول شوې.
ډیویلرز د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ، ۷۸ شل اوریزه او ۱۴۱ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه ټیسټ لوبو کې ۸۷۶۵، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۵۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۶۷۲ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۱۰۶۸۹ منډې جوړې کړې دي.

۳۶ کلن ډیویلرز د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ نارترنز، ټیټانز، ډهلي ډارډیویلز، رویال چلینجرز بنګلور، بارابادوس ټریډینټس، تشواین سپارټېنز، لاهور قلندرز، رنګپور رایډرز، میډل سیسکس او بریسبین هیټ کلبونو لپاره لوبې ترسره کړې دي.
یاد کلبونه د سویلي افریقا، هند، اسټرالیا، بنګله دېش او پاکستان هیوادونو په کورني لیګونه کې ګډونوال دي.
اې بي ډیویلیرز د ۲۰۱۸م په مې میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه استعفاء اعلان کړه، چې د نوموړي پدې بې وخته پریکړې سره د نړۍ ګڼو کرکټرانو او مینه والو خفګان ښکاره کړ.
خو اوس داسې راپورنه ورکول کیږي، چې ممکن هغه یو ځلې بیا سویلي افریقا لوبډلې ته راستون شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ