اقتصاد ژوند بڼه طبیعت

آمو سیند؛ پخوا به د مازندران سیند ته ورتویېده

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

آمو یا جیحون سیند، چې په یوناني کې ورته اُکسوس وایي، د منځنۍ آسیا تر ټولو ډیرې اوبه لرونکی او اوږد سیند ده. آمو سیند د پامیر له غرونو څخه سرچشمه اخلي او تقریباً د دې سیند اوبه ۱۱۲۶ کیلومتره د افغانستان په شمالي مرزونو کې له تاجکستان ازبکستان او ترکمنستان سره روانې دي او ځینې ځایونه یې د کښتۍ چلولو وړ دي.

په سواحلو کې یې شیرخان او حیرتان بندر موقعیت لري، چې د افغانستان صادراتي او وارداتي کالي له دې لارې څخه تبادله کېږي. دا سیند پخوا د خزر سیند ته ورتوېده وروسته یې خپله لاره بدله کړه او د سیر له سیند سره په یو ځای کېدلو د آرال بحیرې ته ورتویږي. که څه هم د سیند اصلي مسیر د آرال خواته ده، خو د اوبو ډېری برخه یې د ایستل شویو کانالونو له خوا د کرنیزو ځمکو لپاره مصرفېږي.

د خراسان په شرقي سیمو کې دوه غټ سیندونه جاري ول چې کله د سیحون او جیحون په نامه یادېدل او د هغې خوا سیمو ته یې فراورد او وراورد او عربي کې ماورالنهر ویلې. اوس دا سیندونه د آمو او سیر سیندونو په نامه یادېږي.

آمو سیند په واقعیت کې د دې سیند پخوانی نوم دی. پخوا دا سیند د مازندران سیند ته ورتوېده. آمو سیند پخوا د مازندران د سیند له لارې، چې (اونګوز) نومېده، تېرېده او اوسنې ګذر لاره یې د اوزبای (اوزبوی) په نامه یادېږي چې په محل کې تر سترګو کېږي او په ځینې جغرافیایي نقشو کې ښودل شوي.

دهخدا فرهنګ کې داسې راغلي:

“آمو: د آموی سیند، آمُل، آمویه، جیحون، آمو سیند، اقسوس او آمون. د دې سیند سرچشمه د بدخشان ختیځ کې بلورکوه ده. سابق دا سیند خزر ته تویده مغولانو له خوارزمشاه سره د جنګ په وخت کې د دې سیند مجرا د آرال سیند خواته واړوله.

آمل: د جیحون لودیځ ساحل خواته یو ښار ده، د یوه مایل په واټن کې د بخارا په لار د مرو له خوا او عام خلک ورته آمو او آمویه وایي؛ د دې لپاره چې د طبرستان له آمل سره یې توپیر وشي د آمل زم، آمل شط او آمل مغازه په نامه یادیده نوموړی ښار د تاتار قوم له مینځه یووړ.

جیحون بل نامه وه چې د هغه ځای اوسېدونکو په د سیند ایښی وه. سترابون وایې چې د هندوستان کالي د دې سیند له لارې تر خزر سیند پورې وړل شوي او له هغې ځای څخه د کوارا سیند له لارې دریایې سیاه ته لیګل کېدل.

انګلیسي جنګینسون چې د لومړي صفوي شاه طهماسب پر وخت کې د خیوه او بخارا له خوا صفویه دربار ته راغی، وایي د اکسوس سیند د ختا سیند ته تویده او مسلماً هغه سیند چې نوموړي یاداوه هماغه د آرال سیند دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ