ټولنیز ژوند خواړه سینما او موسیقي کرونا له نړۍ

د عامرخان له لورې غريبانو ته حيرانوونکې ډالۍ!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د باليووډ مشهور اداکار عامرخان غريبانو ته يو ډول حيرانوونکی خيرات ويشلی.

شاید په تيرو څو ورځو کې مو پر ټولنيزو رسنيو دا اوازې ډيري تعقيب کړي وي چې عامر خان د غريبانو خلکو کورونو ته په اوړو کې پيسې ورليږلي دي.

هو دا رښتيا دي!

کيسه داسي ده چي عامرخان خلکو ته يو يو کيلو غنم ويشله نو هغه کسانو به دا خيرات قبلوی چې ډير به غريبان وه او هغه کسانو چې مالدار وه بیخي به دخيرات ويشولو ساحو ته هم نه ورتله.

خو کله چي خلک خپلو کورونو ته ځي او بيا هغه اوړه ګوري نو ۱۵۰۰۰ هندۍ کالداري په کڅوړو کې اچول سويدي.

پر ټيکټاک د عامرخان ددې عمل د ثبوت ويډيوګاني خپرې سوي او د هندوستان مشهورو ويب پاڼو تائيد کړې چي عامرخان په ډهلي کې غريبو خلکو ته د اوړو په کڅوړو کې پيسې هم ايښي وې.

د کرونا ويروس پدې قرنطين ماحول کې د نړۍ ټول شتمن کسان د خپلو هيوادوالو سره تر خپل وسه مرستي کوي.

د باليووډ باچا شاهرخ خان او ځيني نورو فلمي لوبغاړو هم د خپل هيواد د غريبو او اړمنو خلکو سره د امکان تر حده مرستي کړيدي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ