بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه طبیعت

ژوند عادت دی، خو دوه ډوله!

لیکنه: عصمت صالح
لیکنه: عصمت الله صالح

تقریباً شپږ کاله مخکې چې کابل ښار ته د زده‌کړو لپاره راغلم، ښار، ښاریان، علمي مراکز او هر څه راته پردي ول؛ د خلکو راکړه ورکړه، ټولنیز ژوند او فعالیتونه مې نوي لیدل او احساسول، ځکه نو ډېرې داسې ورځې راغلې چې په پوهنتون کې به کوم کونج ته شوم، تر ونه لاندې به کېناستم او خورا ډېر به مې وژړل. ملامت نه وم ځکه کلی او کورنۍ مې یادېدل.

مګر اوس چې د ښاریانو له ژوند، رسم رواج او کلچر سره بلد شوم، نو نه یوازې دا چې په ښار کې نه په‌تنګ کېږم، بلکې په میاشتو میاشتو هم خپل کور ته نه ځم.

دا خبرې مې تر دې پورې وکړې چې دا د انسان ژوند هم بېخي جالب دی؛ یقین وکړئ بېخي هېښوونکی دی. حیرانوونکی ځکه دی چې دا ټول یو ډول عادت دی. دا عادت کټ مټ لکه پر نشه‌يي توکو روږدي کېدل.

دلته به یوه ترخه کیسه‌ګۍ درته وکړم، چې هم مو سات تېر شي او هم موضوع ښه روښانه شي.

د پوهنتون په دوره کې پر یوه نجلۍ مین شوم. دا زده‌کړیاله به ګلالۍ وه یا نه، خو ما ته د نړۍ تر ګردو نجونو ګلالۍ ښکارېده، خو د دې ښایست سرچینه بیا هم یو عادت و چې هغه عادت زما او د دې محصلې ترمنځ یوه اړیکه وه، مانا داسې اړیکه چې یو بل مو پرې وپېژندل، مثلاً له سلام او ستړي‌مشو نیولې، تر قلم را، کتاب را، د استاد لکچرنوټ را او… یانې دا پخپله یو عادت و او دغه عادت یو بل عادت وزیږاوه چې عاشقان علیه‌رحمه یې مینه بولي.

مګر له شک‌پرته که ما په لومړیو کې له دې نجلۍ سره خبرې نه وای کړی، هېڅکله به مې په ذهن کې د دې بل عادت (مینې) د اساس ډبره نه وای اېښودل شوې، باور وکړئ، دا بې ټوکو درته وایم.

بس نو هغه عادت هم تر یوه وخته دوام وکړ، یانې د هغه محصلې له تګه وروسته مې په ذهن کې ختم شو، هاهاها! خو هغه عادت بیا یو بل عادت وزیږاوه چې هغه یوازیتوب و، چې تقریباً تر ننه پورې تنها اوسېږم، مثلاً په دفتر کې؛ په کوټه کې او آن کومه ورځ چې کلي ته هم لاړ شم، نو له خپلې کورنۍ سره تر نیم سات زیات وخت نه تېروم. مګر باوري یم چې دا عادت به هم د وخت په تېرېدلو هېر شي، خو لومړی به په یوه بل عادت بدل شي، هله به محوه شي.

ښه نو اوس تاسو ووایاست چې آیا په ژوند کې داسې کوم فعالیت شته چې موږ یې عادت ونشو ګڼلای؟ بالکل نه!

هو په ژوند کې هر انساني فعالیت آموخته کېدل دي، خو دا آموخته کېدل، بیا دوې بڼې لري، یو هغه عادتونه دي چې انسان په معنوي او مادي بریا پسې د لټون لپاره ګړندی کوي او بل ډول هغه عادتونه دي چې مستقیم یا نامستقیماً د یوه بریالي ژوند سیده ستنې کږوي.

لنډۍ ده چې وايي:

اول مې فکر درته نه و

اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دینه

خلاصه، هسې به خبرې نه سره اوږدوو، ځکه اوس موږ د داسې یوې پېړۍ نسل یو چې تر پخوانو مو د حقیقت او ناحقیقت پر تفکیک سر ژر خلاصېږي؛ پر دې پوهېږو چې کوم حرکت او فعالیت انساني دی او کوم د انسانیت له محدودې او دایرې بهر باله شي.

چې داسې ده، بیا نو یوازې عمل او لاس په کار کېدل مهم دي، مانا کوښښ وکړو چې ټول ژوند د ښو عادتونو زېږنده کړو او د ټولو هغو خرابو عادتونو تیورۍ وسوځوو چې په ورځني ژوند کې راڅخه پلې او راباندې پلې کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ