د روژه ماتې او پیشلمي په اړه څو لارښوونې

ژباړه: مریم شريفي
په پیشلمي کې دا ټکي په یاد لرئ:
۱- د پیشلمي لپاره ۳۰ دقیقي له اذان نه مخکې ویښ شئ.
۲- سره شوي او ترخه خواړه په پیشلمي کې مه خورئ.
۳- په پیشلمي کې د وریجو، ماکرونې او کچالو خوړل ښه وي، دا خواړه د کاربوهایدریت مرکب لري، چې د ورځې په جریان کې د لوږږې احساس نه درکوي.
۴- لبنیات د پروټین په لرولو سره د پېشلمي لپاره غوره خواړه دي.
۵- د کبانو د غوښو سربیره د غويي او پسه غوښه، که چیرې په پیشلمي کې وخوړل شي د ورځې له خوا به وږي نشئ.
۶- پیشلمي کې چای مه څښئ، په دې وخت کې غوره څښاک اوبه دي، ددې تر څنګ د تازه میوو له اوبو هم ګټه واخلئ، دا کار ددې لامل کیږي چې په روژه کې د تندې احساس ونه کړئ.
۷- له چاکلیت، کوکو، جلبۍ، کیک او کلچو څخه په پیشلمي کې استفاده مه کوئ، ځکه دا خواړه ژر هضم کیږي.
۸- پیشلمي کې تر اندزې ډېر خواړه مه خورئ، د ګټې پر ځای زیان یې ډېر دی.
۹- پیشلمي کې له خوارک وروسته ژر مه ویده کېږئ، لږ تر لږه باید یو ساعت وروسته ویده شئ.
۱۰- که چیرې معتاد یاست، تر ټول ښه خبره دا ده چې په دې میاشتې کې د پريښودلو لپاره يې ښه چانس لرئ، خو که بیا هم قوي اراده نه لرئ، نو هڅه وکړئ چې په پیشلمي کې له نشه یي موادو استفاده ونه کړئ، ځکه دا مواد د تندې سبب کیږي.
په روژه ماتې کې دا خبرې په یاد ولرئ:

۱- هیڅکله په یخو اوبو یا هم ګرم چای روژه مه ماتوئ، د دې پرځای روژه له دوه دانو خرما او یو ګیلاس تړمو اوبو سره ماته کړئ.
۲- په روژه ماتې کې له سرو شويو خوړو څخه استفاده مه کوئ.
۳- هڅه وکړئ چې روژه په ډېرو سپکو خوړو ماته کړئ، لکه خرما، سوپ، تړمې اوبه او د چرګ یخني، دا خوړه معده د نورو خوړو د هضم لپاره تیاروي.
۴- له روژه ماتي ۲۰ دقیقې وروسته نور خواړه وخورئ.
۵- له روژه ماتې تر پیشلمي لږ تر لږه ۴ لیتره اوبه وڅښئ.
۶- روژه ماتي کې په بیړه خواړه مه خوړئ.
۷- په روژه ماتې کې له ډېرو ترخو خوړو استفاده مه کوئ، په دې وخت کې که د چکني یا هم اچارو پر ځای ماستې وخوړل شي غوړه ده.
۸- که د شپې له خوا د چای څښلو عادت لرئ، د چالکیت یا هم کوکو پر ځای ورسره بادام، چهارمغز یا خرما وخورئ.
۹- د روژې په میاشت کې له مولټې ویټامین ټابلیټو استفاده وکړئ.
۱۰- روژه ماتې کې تازه او پخه شوې ترکاري مه هیروئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي