ټولنیز ژوند خوندیتوب سفر طبیعت له نړۍ

په برموډا مثلث کې د پنځه امريکايي الوتکو د غورځېدلو راز معلوم شو

ژباړه: نسيمه محمدي

يوه اسټراليايي څېړونکي د برموډا مثلث د پېښو په اړه توضيح ورکړې، چې څو بېړۍ او الوتکې يې د تل لپاره په خپل تل کې ډوبې کړي دي.

د ٩نيوز په حواله، شين ساترلي، اسټراليايي څېړونکي، په ١٩٤٥م کې د برموډا په سر د پنځه الوتکو نسکورېدلو يوه نوې نسخه وړاندې کړه.

دا پېښه د ١٩٤٥م د ډېسامبر په پنځمه رامنځته شوه، کله چې د امريکا د سمندري ځواکونو پنځه بم اچوونکې الوتکې د “١٩پرواز” په نامه، د ستوان چارلزتېلور په مشرۍ د يوه روزنيز ماموريت د ترسره کولو لپاره، د برموډا مثلث پر سر د الوت په حال د تل لپاره د رادار له پاڼې ورکې شوې.

د ساترلي په وينا، دا فاجعه د هېڅ ماورالطبيعه پديدې له امله په دغه سيمه کې نه وه، بلکه د خدمې د تېروتنې له امله وه. خصوصا، د هوا د تياره کېدلو او بدلون وروسته، تيلور نه يوازې د وسايلو څخه بلکه هغه څه چې له کړکۍ بهر پېښېږي، حرکت کوي.

دغه څېړونکي ويلي دي:”تيلور يو ځل د پرواز پر وخت لادرکه شو. هغه دوه ځلي اړ شو ځان په آرام سمندر کې وژغوري.”

دغه څېړونکي زياته کړه، د الوتکې زياتره خدمه محصلين وو، او نه پوهېدل، چې په سختو حالاتو کې الوتکه څه ډول کنټرول کړي.

ساترلي ټينګار وکړ، چې د امريکا پوځ د پېښې په علت پوهېږي، خو د تيلور مور وويل چې د الوتکې تر پيدا کېدلو، د رامنځته شويو پېښو په اړه، هېڅوک د هغې زوى پړ نشي ګڼلى. په دې اړه، د امريکا هوايي ځواک اړ شو، په دغه راپور کې ووايي چې “دليل يې معلوم نه دى.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ