ليکنه: سمیع الله درانی
د قطر هېواد د عربي متحده اماراتو څخه په الهام غواړي چې لس اوریز سوداګریز لیګ جوړ کړي.
ښایي د قطر هېواد لیګ د راروانې ډېسمبر میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شي.
د کرېک ټرکر وېب پاڼې د راپور پر بنسټ دې لیګ کې به ټول ۷۳ لوبغاړي وي، چې ۱۷ به پکې د قطر هېواد او پاتې نور به باندني لوبغاړي وي.
یوارج سېنګ، پاکستاني محمدخفیظ او سریلانکایي انجیلیو متیوز په دې لیګ کې د لوبېدو جوازونه تر لاسه کړي دي.
دې لیګ کې به ۲۴ لوبغاړي له دوهمه درجه هېوادونو څخه وي.
نورو نړیوالو لوبغاړو هم په دې لیګ کې د لوبېدو تکل کړی دی او خوښ دي، چې داسې یو لیګ جوړېږي، چې ۱۲۰ دقیقو کې یې یوه لوبه پای ته رسېږي.
د قطر د کرکټ بورډ د چارواکو په وېنا دوه یا درې ورځو کې به د لوبغاړو اخېستلو پروسه پیل شي او ۷۳ لوبغاړي به واخېستل شي.
د قطر په لس اوریز لیګ کې به ټولې شپږ لوبډلې وي، چې نومونه معلوم شوي دي او لوبغاړي به هم اخېستل کېږي.
پېیرل ګلاډېئټرز، فلاینګ اورېکس، ډېزرټ رایډرز، سوېفټ ګالوپرز، فلکن هنټر او هیټ سټورمر یې لوبډلې دي.
لومړي پړاو کې به هره لوبډله، له بلې سره یو ځل مخ کېږي.
دا به د نړۍ په کچه دوهم لس اوریز لیګ وي، چې تر سره کېږي به، له دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال کې د عربو متحده اماراتو د لومړي ځل لپاره لس اوریز یا ټي ټېن لیګ تاسیس کړ؛ چې د دریم پړاو اتلولي یې د نومبر په ۲۴ مه نېټه مرټا عربینز لوبډلې وګټله، له دې لوبډلې سره حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران هم ولوبېدل، چې نجیب الله ځدران په شپږیزه اتلولي وګټله او شهزاد دې ته یې ماته ورکړه.