څو رازونه چې خوشحالي دربخښي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عمران لمر
زما د زېږیدنې ورځ وه او د نورو ورځو په نسبت يې زه ډېر دې فکر ته اړ کړم چې: آيا زه مې له ژونده خوښ يم؟
تېر شوي کلونه او په وړاندې مې د زوړوالي او کمزوري کېدو وېرې دې ته اړ کړم چې ځان وسنجوم؛ تر څو پوه شم چې له ژونده خوښ يم او که خفه؟
پوهېږئ؛ د خوشحالۍ تعريف نسبي دی او ممکن د هر چا لپاره ځانګړې مانا ولري.
له همدې وجې مې په خپل ژوند کې ځينې کارونه چې زما په خوشحاله او ښه ژوند کې ټاکوونکې وو، معلوم کړل.
غواړم دا کارونه له تاسې سره هم شريک کړم؛ تر څو تاسې هم زما په څېر خپل تېر ژوند وسنجوئ:
۱ – هر کله چې د يو څه په لوري حرکت کوئ، هغه هدف هم ستاسې په لور حرکت کوي.
ښاغلی ويليام مورای وايي: په ژوند کې فقط د يو کار پيل د هغه کار په سرته رسېدلو کې له تاسې سره مرسته کوي.
ځينې وختونه د يو کار د شروع لپاره سخت په اندېښنه کې يئ، سره له دې چې د بريا لپاره ښه احتمال هم لرئ؛ مګر د حرکت او د هغه کار د سرته رسولو نه ډارېږئ، بايد پوه شئ چې د هر کار تر ټولو سخته برخه د هغه کار پيل دی.
کله کله فقط د A له نقطې څخه B نقطې ته تګ مهم وي؛ مګر دا چې دا لاره څه ډول طی کړئ، هيڅکله نه تر سترګو کېږي. ځان ته بايد دا هيله ورکړئ چې په هر ډول چې وي، خپل هدف ته رسېږئ او له دې وروسته فقط د کار پيل کافي دی، دا د خوشحاله ژوند راز دی.
۲ – خپل فشار مديريت کړئ.
د ډېرو ستونزو او ناآراميو چې ورسره لاس او ګرېوان يئ، علت يې فشار دی. فشار د زړه د ضربان د زياتېدو، د زړه نازړه توب، وېرې او ډار سبب ګرځي.
تازه د هاروارد پوهنتون څېړنو چې د انسان په ذهن او په هغې د فشار په تاثيراتو يې تر سره کړې دي، ثابته کړې ده چې فشار په بدن کې ثابتې او دوامدارې نښې رامنځته کوي.
که غواړئ د فشار له تلپاتو ستونزو وژغورل شئ؛ نو ځينې لارې شته چې تاسې پرې ځان آرامولی شئ، لکه: يوګا، ورزش، عبادت، مثبت فکر کول، د فشار له شرايطو لېرې والی او يا آراموونکې فکرونه.
۳ – ښه خوب وکړئ.
پوره خوب ستاسې په روغتيا زيات آغېز لرلی شي. يو شی چې مونږ او تاسې ډېر ترې ځورېږو، پوره خوب نه کول دي چې د ډېرو ناروغيو سبب ګرځي.
پوره خوب نه کول په شکر د اخته کېدو احتمال زياتوي، اشتها کموي، د خوړو هضمول او په مصرف رسول ګډوډوي.
د دې تر څنګ ډېرې رواني ستونزې هم پيدا کوي لکه: زړه نازړه توب، خفګان، ستړيا او نور…
که له اتو ساعتو کم خوب لرئ؛ نو هڅه وکړئ چې زيات يې کړئ، تر څو يو آرام او هوسا ژوند ولرئ.
۴ – که خلپو ټاکلو اصولو ته احترام وکړئ، خلک به هم ورته احترام وکړي.
که د يو څه په لټه کې يئ او يا د ځان لپاره اصول لرئ؛ نو د نورو د خفګان په هکله ډېرې اندېښنې مه کوئ، خپلو اصولو ته په ارزښت قايل شئ. خلکو ته اجازه مه ورکوئ چې له خپله ځانه تېر شئ او خپل ځان ته ارزښت ورنکړئ. د خپلو اصولو په هکله يو څه سخت اوسئ؛ تر څو نور يې هم زده کړي او ورته احترام ولري.
په دې ډول به يو ښه او هوسا ژوند ولرئ.
۵ – پرته له کوم ډاره، هغه ډول چې يئ، هماغسې اوسئ.
زما په شمول زمونږ ډېر خلک ټول تمرکز په دې کوي چې خلک او ټولنه څه خوښوي؟ څه ډول واوسو چې د هغوی ډېره توجه راجلب کړو؟
په داسې حال کې چې هغه ډول اوسېدل چې تاسې يئ، له هر څه ډېر کولی شي تاسې خوشحاله او آرام وساتي.
ځينې وختونه بايد فقط د ځان په څېر شئ، تر څو غوره شيان نورو ته انتقال کړی شئ. يعنې کولی شئ د نورو د غوښتنو يوه وړه کاپي شئ او يا د خپل ځان يوه اصلي نمونه.
د خپل ځان په څېر اوسېدل ډېر ارزښت لري، له ځان سره فکر وکړئ چې څه مو زيات خوښېږي؟
کوم کار غواړئ چې ډېر يې ترسره کړئ؟ کوم څه نه په ژوند کې خوند اخلئ؟ په دې ډول به وکولی شئ چې ځان وپېژنئ او له دې وروسته د ځان په څېر اوسېدلو تمرين وکړئ.
۶ – د ماشومانو په څېر چلند وکړئ.
څوک وايي چې تل لوی کېدل او وده کول ښه دي؟ ځينې وختونه ستاسې د داخل ماشوم تاسې ته هماغه څه درکوي چې تاسې پسې ګرځئ. د خپل داخل ماشوم ته ارزښت ورکړئ او اجازه ورکړئ چې خپل ځان ښکاره کړي.
خپلې يو څه ماشومانه ځانګړتياوې ښکاره کړئ، ځانګړتياوې لکه: ماشومانه کارونه، ماشومانه باور، ماشومانه هيلې، لوبې، ماشومانه نوښتونه او نور… دا ټول کولی شي له تاسو يو غوره انسان جوړ کړي.
۷ – آيا د کومې معجزې په تمه يئ؟
که له هغې ډلې خلکو يئ چې د کار شروع کول يې په دې تمه پرېښی وي چې ګوندې هر څه د دې د تمې موافق تر سره کېږي؛ نو ډېر فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي. ټول عمر بايد د دې په تمه نه شئ؛ چې څه کېږي، ودې شي؛ خينې وختونه بايد په هر شرايطو کې چې يئ پيل وکړئ او د خپلو هيلو په لټې پسې راووځئ.
۸ – د زړه خبرې واورئ؛ تر څو ښه او خوشحاله ژوند ولرئ.
ډېر خلک دا خوښوي چې خپلو پروګرامونو سره خپلو اهدافو ته ورسېږي؛ په داسې حال کې چې يو واقعيت ليدونکې برنامې ته اړتيا لرئ.
که غواړئ خپل لومړيتوبونه مو وپېژنئ؛ نو له ځانه وپوښتئ چې ستاسو زړه د کومو کارونو کول غواړي؟ وچ او ستړي کوونکي منطق ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې په ژوند حکومت وکړي.
هر هغه څه چې ستاسې په نظر ښه و، هماغه لاسته راوړئ.
زړو نظرونو ته اجازه مه ورکوئ؛ لکه: هيڅکله به کامياب نه شئ، خلک به څه وايي او داسې نور افکار چې ستاسې زړه وهي او له اهدافو مو پاتې کوي.
۹ – آيا ايمان لرئ؟
زما شخصي تجربه او باور دا دی چې په ژوند کې ايمان زما د حرکت د قوت هسته ده.
زما په عقيده تل له ما پورته يو څه شته چې له ما سره په ژوند کې مرسته کوي. څېړنې ښايي چې ايمان د ډېرو معنوي او جسمي ګټو سبب ګرځي چې د انسان په سلامتۍ کې مرسته کوي.
۱۰ – کله مو چې وجود درېږي، ورته غوږ شئ.
په ياد ولرئ چې د يو خوشحاله او ښه ژوند لپاره بايد د خپل بدن او خپل ځان هيلو ته ارزښت ورکړئ. د خپل بدن غوښتنو ته غوږ ونيسئ. هر کله چې تږي وئ، اوبه وڅکئ، چې وږي شوئ، خواړه وخورئ او که خوب ته مو اړتيا درلوده، ويده شئ. کله چې ستړي شوئ، بايد ويده شئ او د خپل بدن د روغتيا خيال وساتئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.