This post was originally published on this site.
د طالبانو حکومت ستره وايي، د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۶مه/تله ۲۴مه) یې د افغانستان بادغیس ولایت مرکز کې یو تن د قتل په تور په علني توګه اعدام کړ. سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد قاتل د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو په ورزشي سټډیم کې اعدام شو، چې ګڼ خلک یې د اعدامېدو لیدو ته ورغلي وو. د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، اعدام شوي سړي چې د بادغیس جوند ولسوالۍ دی، د همدې ولسوالۍ یو سړی او یوه ښځه په ټوپک ویشتلي او وژلي وو.
بشپړ راپور دلته بي بي سي پښتو ویباڼه کې لوستلی شئ.
https://www.bbc.com/pashto/articles/cew422np28xo?at_medium=RSS&at_campaign=rss