د افغاستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر شاپور ځدران د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې د ګډون په موخه متحدره عربي ته تللی دی.
د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ایرلینډ پر وړاندې د کرکټ پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ څخه شاپور ځدران د ویزې د ستونزې له کبله د کرکټ ملي لوبډلې څخه په کابل پاتې شوی و او په لمړۍ سیالۍ کې یې ګډون ونشو کړی.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې اوس د نوموړي د ویزې ستونزه حل شوې ده او د کرکټ ملي لوبډله سره د یو ځای کیدو په موخه متحده عربي اماراتو ولاړ.
د کرکټ ملي لوبډلې دا لوبغاړی، چې په خپل ښکلي بالینګ یا توپ اچونې سره یې د کرکټ د ګڼ شمیر مینه والو په زړونو کې ځای خپل کړی دی؛ د کلونو راهیسې د نا معلومو دلایلو له کبله د متحده عربي اماراتو د ویزې د ستونزې سره مخ دی، خو افغان کرکټ بورډ یې د دغه ستونزې په دایمي حل کې پاتې راغلی دی. دا لمړی ځل نه دی، چې شاپور ځدران د متحده عربي اماراتو د ستونزې له کبله د ملي لوبډلې د سیالیو څخه بې برخې کیږي؛ بلکې نږدې یوه میاشت وړاندې هم دغه لوبغاړی په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان او اسټرالیا د کلبونو لخوا د یوې خیریه پلان شوې سیالۍ کې د ګډون څخه هم بې برخې شو، چې پر ځای یې بیا د ملي لوبډلې کپټان اضغر ستانکزی د لوبیدو په موخه هلته تللی و.
د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پرون په شارجه کرکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو په لمړۍ سیالۍ سره پیل شوه، چې پکې افغانستان د ځوان مجیب ځدران د بهترینه لوبې ترسره کولو پر مټ ایرلینډ ته د ۱۳۸ منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه سیالي به سبا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت په دوه نیمو بجو سره پیل شي.