لیکنه: احسان ساپي
د افغانستان د کورني کرکټ د غوره لیګ په اړه څه موده وړاندې افغان کرکټ بورډ خبرداری ورکړی، خو اوس یې په اړه نوې خبرې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول خبر ورکړی و، چې د شپږیزې کرکټ غوره لیګ سیالیو وروسته یې خپل دویم کرکټ لیګ پلان کړی دی، چې د زیات شمیر کورنیو او بهرنیو لوبغاړو په شتون کې به ترسره شي.
د «APL» یا افغان پریمېیر لیګ سیالیو په اړه ویل شوي دي، چې د هېواد څخه بهر د متحده عربي امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې به ترسره کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د خپلې ټولنیزې شبکې فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړی، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل او اجراییوي مشر شفیق ستانکزی د دغه لیګ سیالیو د تطبیقونکې کمپنۍ، د متحده عربي امارتو د کرکټ بورډ او د شارجه کرکټ لوبغالي د چارواکو سره د تړونونو د لاسلیک په موخه په دوه ورځیني سفر متحده عربي اماراتو ته تللي دي.
د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې به د افغان پریمېیر لیګ د سیالیو د ترسره کیدو لپاره د لوبډلو د داوطلبۍ ځای او نېټه هم په ډاګه شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول د افغان کرکټ پریمېیر لیګ سیالیو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي، چې د روان کال په کومه میاشت کې به ترسره شي، خو د ځینو معلوماتو پر اساس دغه لیګ سیالۍ به د روان ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې اکټوبر میاشت کې ترسره شي.